راپورونه کورني راپورونه

قاري احمدالله بدر : که څوک يو لمونځ قضا کړي، نو سل رکعته نفل لمونځ به کوي

قاري احمدالله بدر

سرچینې وايي چې په پنجشير ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندان قاري احمدالله بدر د سهار په لمانځه کې د نه ګډون له امله خپل ۱۳ تنه ملګري د ۱۰۰ رکعته نفل لمونځ ادا کولو ته اړ کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د پنجشیر لپاره د طالبانو امنيه قوماندان قاري احمدالله بدر د خالي/شنبې په ورځ د کب/حوت په ۵مه یو بل ملکي کس هم له دې امله نیولی، چې ناروغ و او د سهار په لمانځه کې یې ګډون نه شو کولای، هغه ته يې هم ويلي چې پر تا باندې سل رکعته لمونځ فرض شو.

د سرچينې د مالوماتو له مخې، په پنجشیر کې د طالبانو امنيه قومندان قاري احمدالله بدر خپلو کارکوونکو او طالبانو ته اخطار ورکړی، چې که څوک لمونځ قضا کړي، نو سل رکعته نفل لمونځ به پرې واجب وي. او که څوک دغه کار ته دوام ورکړي نو ۲۰۰ رکعته لمونځ به ورباندې فرض کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ راهيسي د افغانستان په هره دولتي اداره کې د ملا امام لپاره هم يو بست اضافه شوی دی چې د کار پرمهال لمونځ په جماعت سره وشي.

د مالوماتو پر بنسټ د طالبانو د امر بالمعروف وزارت کارکوونکو ټولو دولتي کارکوونکو ته خبر ورکړی چې که څوک ږيره ووهي نو له دندې به ګوښه کېږي.

| د طالبانو د امر بالمعروف لخوا د يلدا د شپې لمانځل حرام وبلل