راپورونه کورني راپورونه

نوم يې نېکبخته خو دا بدبخته، د ۲۵کلن زندان نه د ازادۍ ۵ مياشتې وروسته مړه شوه

نېکبخته

نېکبخته هغه ښځه ده چې د خپل ورور لخوا د ۲۵ کاله بند وروسته د طالبانو لخوا خوشې شوې وه، له خوشې کېدو پنځه میاشتې وروسته مړه شوه.

د کابل امنیه قومانداني وايي، نېکبخته تر درملنې وروسته د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په امر په یوه کور کې تر څارنې لاندې وه.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، نېکبخته له درملنې وروسته په بشپړ ډول روغه شوې وه.

ښاغلي ځدراڼ زیاته کړې:«نېکبخته روغتون ته لېږدول شوې او د کورنیو چارو وزارت د سرپرست سراج الدین حقاني په امر ورته یوه ځانګړې روغتیايي ډله ګمارل شوې وه او هلته یې یوه میاشت او لس ورځې تر درملنې لاندې نیولي وه»

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند دا هم زیاتوي چې د نېکبختي د خدمت لپاره د دوی له خوا دوه کسان ګومارل شوي وو.

خالد ځدراڼ په خپلو خبرو کې همدارنګه ويلي چې د نېکبختي ورور لا هم د اسلامي امارت په زندان کې دی او دوسیه یې سترې محکمې ته استول شوې ده.

ښاغلي ځدراڼ زیاته کړه: «د دې قضیې په تړاو د دغې مېرمنې [نېکبختي] د ورور دوسیه بشپړه شوې او محکمې ته استول شوې او راتلونکي پړاوونه یې د محکمې پر اوږو دي.»

نېکبخته د ۱۴۰۲ کال د وږي په ۲۱مه نېټه د کابل د لسمې ناحیې د چهار کلا په سیمه کې د د طالبانو د امنیتي ځواکونو د پلټنې په ترڅ کې د خپل ورور له کوره خوشې شوه او له یوې میاشتې زیاتې مودې راهیسې په روغتون کې د ډاکټرانو تر څارنې لاندې وه. له هغه وروسته نېکبخته د نورو څلورو میاشتو لپاره د اسلامي امارت تر څارنې لاندې په یوه کور کې وساتل شوه.

| نوري خان هغه افغان عکاس چې د دوو کالو راهيسي طالبانو په لسګونه ځله بندي کړی