بهرني راپورونه

د ايران حکومت پر حوثيانو د امريکا او بريټانيا وروستي بريدونه وغندل

د ايران حکومت

د ايران د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې چې تېره ورځ خپره شوه، په يمن کې د امريکا او بريټانيا له لورې وروستي بريدونه وغندل، او دايې د سيمي د بې ثباته کولو کار وباله.

امريکا او بريټانيا د شنبې په ورځ په یو لړ ګډو پوځي عملیاتو کې په يمن کې د حوثيانو پر يو شمېر اهدافو هوايي بريدونه وکړل، او ددوی په خبره ۱۸ يې په بشپړ ډول لمنځه ولاړل چې دغه بريدونه د ايران حکومت غندلي دي.

امريکا ويلې دا بريدونه په سورسمندرګي او عدن خليج کې پر بېړيو د حوثيانو بريدونو ته ځواب دی.

د ايران حکومت د بهرنیو چارو وزارت وياند ناصر کنعانی په اعلاميه کې ويلې، امريکا او بريټانيا غواړي په دغو بريدونو سره په سيمه کې کړکيچ پراخ کړې، او د جګړې او بې ثباتۍ لمن پراخه کړي.

امريکا، بريټانيا، فرانسه او اسرايل ايران د حوثيانو په ملاتړ تورنوي او په ځلونو يې دې هيواد ته خبرداری ورکړی چې په سيمه کې د مذهبي ډلو د ملاتړه لاس واخلي.

اسوشېټېډ پريس خبري اژانس د ځینو امريکايي چارواکو په حواله چې نومونه يې ندي ذکر کړې ويلې چې امريکا يي او بريټانوي جيټ الوتکو د شنبې په ورځ په يمن کې د حوثيانو اته سيمي په نښه کړې، او پکې ميزايل، راکټ لانچرونه، بې پيلوټه الوتکې او هوايي مدافع دستګاوي لمنځه ولاړې.

د روان میلادي کال د لومړۍ مياشتي جنوري راهيسي دا څلورم ځل دی، چې دا سوپر طاقتونه په يمن کې د حوثيانو پر اهدافو ګډ عمليات ترسره کوي، خو امريکا بيا په يوازي سر تقريبأ هره ورځ پر دغې ډلي بريدونه کوي.

د ايران په ملاتړ تورن حوثيان هم د امريکا او بريټانيا بريدونو ته لاس تر زنه ندي ناست، او هره ورځ د عدن خليج او سرې بحيرې په شاو خوا کې د امريکا، بريټانيا او اسرایلو اړوند بېړۍ په نښه کوي.

حوثيانو د تېرې يوې مياشتي راهيسي په عدن خليج کې ۶ او په سورسمندرګي کې ۸ بيړۍ په ميزايلو ويشتلې دي چې ډيری يې د امريکا او بريټانيا سره تړاو لري.

دا په داسي حال کې ده چې امريکا په روانه اونۍ کې ايران ته خبرداری ورکړ چې نوي اوږد واټن ویشتونکې بالسټيک توغندي و روسيې او خپلو مذهبي ډلو ته ونه سپاري.

| امريکا په سرې بحيرې کې پر حوثيانو نوي بريدونه کړي دي