بهرني راپورونه

اتريش کې يو افغان په يوه رنډۍ‌خونه کې د دريو ښځو د وژلو په تور نيول شوی

رنډۍ‌خونه

د اتریش پولیس وايي، د دغه هېواد په پلازمېنه ویانا کې یې یو ۲۷ کلن افغان د دریو ښځو د وژلو په تور نیولی دی.

د اتريش د پولیسو ویاند (فیلیپ هاسلینګر) ويلي چې دا درې میرمنې د جمعې په ورځ د ویانا په بریګیتناو کې په یوه رنډۍ‌خونه (فاحشه‌خانه) کې دننه په چاقو وژل شوې وې.

د هغه په ​​وينا، د پېښې ځاى ته څېرمه يو تن له چاقو سره نيول شوى دى.

پولیسو د جزیاتو له ورکولو پرته زیاته کړې چې نیول شوی کس افغان کډوال دی چې په دغه رنډۍ‌خونه کې تر څلور ساعته وخت تېرولو وروسته يې دغه ښځې وژلي دي.

د سکای نیوز د راپور له مخې له دغه پناه غوښتونکي څخه پوښتنې ګروېږنې کیږي.

چارواکو په دغه رنډۍ‌خونه کې د وژل شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

د يادونې وړ ده چې په اتریش هېواد کې د رنډۍخونو فعاليتونه قانوني دي.

په ورته وخت کې، د اتریش پولیسو اعلان کړی چې دوی په ویانا کې د یوې ۵۱ کلنې میرمنې جسد د هغې له ۱۳ کلنې لور سر يو ځای پيداکړی دی.

د مالوماتو له مخې دغه دوه تنه غالباً د دغې ښځې د خاوند له خوا وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په اروپايي هېوادونو کې د افغان کډوالو له خوا جنايي جرمونه او بریدونه ډېر شوي دي.

په وروستۍ قضیه کې، چې څو ورځې وړاندې د برتانیا پولیسو پر یوې مېرمنې او د هغې پر دوو لوڼو د برید په جرم يو افغان تورن شوی وو، چې په ۲۰۱۶ کال کې دغه هېواد ته په ناقانونه توګه داخل شوی و.

د راپورونو له مخې دغه سړي د لندن په «کلافم» سیمه کې د «الکلین» ډوله موادو په کارولو سره پر دغې ښځې برید کړی و.

| د لندن پوليسو ويلې، يو افغان کډوال لندن کې پر يوه ښځه او دوو نجونو بريد کړی