بهرني راپورونه

ايران د ټولو ناقانونه کډوالو د ايستلو او ځينو ته د کډوالۍ کارټونو ورکولو پرېکړه کړې

ناقانونه کډوالو

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي له ټولو هغو کډوالو څخه چې په غیر قانوني توګه په ایران کې میشت دي وغوښتل چې خپلو هیوادونو ته ستانه شي.

ښاغلي وحیدي د جمعې په ورځ د کب په ۴ مه په ټولنیزه شبکه X کې په ایران کې د ناقانونه کډوالو پر شتون نیوکه وکړه او له دغه هیواده یې د کډوالو د وتلو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې ښاغلي وحیدي زیاته کړې: ناقانونه اتباع باید خپل هېواد ته ستانه شي، پاتې نور باید د یوه منظم پروګرام له مخې د ايران د پرمختګ لپاره کار وکړي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر د دغو کډوالو او د هغوی د هیوادونو نومونه وانه خیستل، خو ویې ویل چې په ایران کې د میشتو یو شمیر کډوالو لپاره یې د کډوالۍ سمارټ کارټونه په پام کې نیولي دي.

ښاغلي وحیدي دا هم ویلي دي: «اوس مهال ځانګړي کارټونه په پام کې نیول شوي او ځيني چاپ شوي هم دي، دغه کارتونه یو شمېر کډوالو ته سپارل شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ترلاسه شوو مالوماتو له مخې دا مهال په ایران کې شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.

د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته ډېر افغانان ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه ايران او پاکستان ته د ناقانونه کډوالو په توګه کډه شوي دي.

| ايران په ۱۰ ورځو کې د خراسان ولايت څخه ۱۴ زره افغانان ايستلي