بهرني راپورونه

ايان مکاري: داعش خراسان ډله هڅه کوي چې د افغانستان له پولو بهر بريدونه وکړي

داعش خراسان ډله

د داعش پر ضد په نړیوال ایتلاف کې د امریکا ځانګړي استازي مرستیال ایان مکاري په خپله وروستۍ وینا کې ویلي، د داعش خراسان ډله هڅه کوي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان له پولو بهر بریدونه وکړي.

ښاغلي مکاري دغه څرګندونې پرون جمعه د کب/حوت پر ۴مه نېټه په لندن کې د (داعش د ماتولو لپاره د نړیوال ایتلاف) په دوه ورځنۍ غونډه کې وکړې چې داعش خراسان ډله پکې خطرناکه ياده شوې.

د ښاغلي مکاري په وینا، واشنګټن د داعش ډلې د خراسان څانګې فعالیتونه څاري او له داعش سره د مبارزې لپاره له طالبانو سره منظمي اړيکې لري.

دغه امریکايي چارواکي زیاته کړې، داعش توانېدلی چې تر ډېره په سیمه کې د امریکا پام ځان ته واړوي.  هغه زیاته کړه، سپینه ماڼۍ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان له پولو بهر د داعش د خراسان څانګې د حملو په اړه اندېښمنه ​​ده.

دغه امریکايي چارواکي چې د ۲۰۲۱ زېږديز کال له اګست څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې په دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا د ډیپلوماتیک ماموریت د شارژدافیر په توګه دنده ترسره کړې، زیاته کړه «چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د داعش پر وړاندې د جګړې لپاره ارتباطي چينل پرانستل شوی دی. په دې اړه له طالبانو سره منظمې خبرې روانې دي.»

ایان مکاري زیاتوي چې په لندن کې د داعش د ماتې لپاره د نړیوال ائتلاف دوه ورځنۍ غونډه د داعشو د تبلیغاتو د مخنیوي او د دغې ډلې له خوا د زیانمنونکو کسانو د استخدام په هدف جوړه شوې وه.

د داعش د ماتولو نړیوال ایتلاف په ۲۰۱۴ کال کې د ۸۷ غړو په درلودلو سره رامنځته شوی دی او د دې ایتلاف د وظیفو یوه برخه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان په خراسان څانګه کې د داعش پر ضد مبارزه ده.

| پاکستانی پوځ د افغانستان خاورې ته داعش جنګيالي لېږي