بهرني راپورونه

ائتلافي حکومت جوړولو باندي د پاکستاني ګوندونو هوکړه

ائتلافي حکومت

په پاکستان کې د فبروري مياشتي د ۸مې په ټاکنو کې تر ډېرو جنجالونو او مزاکراتو وروسته د نواز شریف او آصف علي زرداري ګوندونه د ائتلافي حکومت په جوړولو کې هوکړې ته رسېدلي دي.

د مسلم لیګ نواز او پيپلز ګوندونو مشرانو په یوه جوړه شوې غونډه کې د ائتلافي حکومت د جوړولو او په خپل منځ کې د جوړ راتللو خبر ورکړ.

د پاکستان دغو دوو مشهورو ګوندونو په ټاکنو کې د عمران خان په مشرۍ د خپلواکو نوماندانو په پرتله کمې څوکۍ ګټلې او مجبور دې چې ائتلافي حکومت رامنځته کړي.

د مسلم لیګ نواز ګوند منشي او مخکينی موقت لمړی وزير شهباز شريف به د لومړي وزير څوکۍ ته نوماند او د پيپلز ګوند مشر آصف علي زرداري به د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره ځانونه نوماندان کړي.

دغه هوکړه د دواړو ګوندونو مشرانو او غړو تېره ورځ په یوه خبري کنفرانس کې له خبریالانو سره شریکه کړه او زياته يې کړه چې دا ټلواله به په پاکستان کې به د اقتصادي بحران د لمنځه وړلو لپاره کار وکړي.

په دغه خبري کنفرانس کې د لومړي وزير څوکۍ ته نوماند شهباز شريف وويل چې د پيپلز ګوند او اقليتونو او ښځو د څوکيو په لاسته راوړلو سره موږ وتوانېدو چې غوټ اکثريت ترلاسه کړو.

که څه هم د شهباز شريف ګوند ۷۵ او پيپلز ګوند ۵۴ څوکۍ ګټلې، خو د حکومت جوړلو لپاره حد آقل ۱۴۵ څوکيو چې پکې ښځې او مذهبي اقلیتونه هم راغلې اړتيا شته.

بل پلو د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند خپلواک نوماندان بيا تېره ورځ د سني اتحاد کونسل او مجلس وحدت المسلمين سره يوځای شول او د ائتلافي حکومت د جوړولو خبر يې ورکړ.

شننونکي په دې باور دي چې د پاکستان په جنجالي ټاکنو کې يو ائتلاف هم غوټ اکثريت څوکۍ نلرې، خو د پوځ په ملاتړ مسلم لیګ نواز ښايي د څوکيو پرته حکومت جوړ کړې.

دا په داسي حال کې ده چې پاکستان کې د ټاکنو د ورځې راهيسي سخت لاريونونه روان دي، او آن د ټاکنو کميسيون ځینو مسؤلينو يې هم په رايو کې د درغلۍ او لاس وهنې خبر ورکړی.

| د پاکستان ايتلافي حکومت به څوک جوړ کړي؟دم‌ګړی د عمران خان ګوند مخکښ دی