کلتور او هنر

افغاني بولاني د نړۍ د ۱۰۰ غوره خوړو په نوملړ کې ۱۱م مقام ګټلی

بولاني

بولاني، چې د افغانانو مشهور خواړه دي، د اطلس ټیسټ ویب پاڼې په نړۍ کې د ۱۰۰ غوره خوړو په نوملړ کې ۱۱ ځای ځای خپل کړی دی.

ټیسټ اطلس ویبپاڼه چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د خوراکي توکو د معرفي کولو په برخه کې ځانګړې شوې ده، په دې وروستیو کې د نړۍ د ۱۰۰ غوره ډوډۍ نوملړ اعلان کړی او د افغانستان بولاني په دغه لیست کې ۱۱م ځای لري.

خو يو شمېر افغان ښاريان او د بولاني پخوونکي وايي، چې د تېر په پرتله په هېواد کې د بولاني د پلور بازار د پام وړ کم شوى دى.

دوی زیاتوي چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت په خرابېدو سره اوس خلک بولانی په لس افغانۍ د رانیولو توان هم نه لري.

د اطلس ویب پاڼې د درجه بندۍ له مخې په ۲۰۲۳ کال کې افغان بولاني د نړۍ د ۱۰۰ خوندورو دودیزو خواړو په منځ کې ۳۰م ځای درلود؛ خو سږ کال یې ۱۱م مقام خپل کړی دی.

د هېواد يو شمېر اوسېدونکو په دې خوښي څرګنده کړې، چې افغان‌بولاني د نړۍ په سلو غوره خوړو کې ځای لري.

بولاني د افغانانو یو له مشهورو او خوندورو خواړو څخه دی چې په ځانګړي ډول د هیواد دننه او بهر ډیر مشهور دي.

| د ايرانيانو سره سره ځينو افغانانو هم د يلدا شپه ولمانځله