بهرني راپورونه

تحريک انصاف ګوند د سني اتحاد کونسل سره د يو ځای کېدو پرېکړه کړې

سني اتحاد

د پاکستان په ټاکنو کې تر ټولو مخکښ تحريک انصاف ګوند چې ۹۳ څوکۍ يې ګټلې په مرکز، خيبر پښتونخوا او پنجاب کې د اقليتونو او ښځو لپاره د ځانګړو څوکيو تر لاسه کولو لپاره د سني اتحاد کونسل سره د یوځای کېدو پرېکړه کړې.

راپورونه وايې چې د تحريک انصاف ګوند ملاتړي خپلواک نوماندان به قامي او صوبايي اسامبليو ته تر ننوتلو مخکې له سني اتحاد کونسل سره يو ځای شې.

د پاکستان د فبروري د ۸مې په ټاکنو کې پر تحريک انصاف ګوند د بنديزونو له کبله ترې انتخابي نښه د کرکټ بيټ اخيستل شوی او د ګوند غړو د خپلواکو نوماندانو په توګه په ټاکنو کې ګډون وکړ.

د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر ګوهر علي خان د سني اتحاد کونسل او مجلس وحدت المسلمين له مشرانو سره په کتنه کې ويلې، په کډه يي په سني اتحاد کونسل کې د شاملېدو پرېکړه کړې.

نوموړي وويل، په قامي اسمبلۍ کې ۷۰ او په ټول هېواد کې ۲۷۷ ځانګړې څوکۍ دي چې یوازې د سياسي ګوندونو لپاره ځانګړې شوې دي، موږ د دې څوکيو د خوندي‌ کولو لپاره د سني اتحاد له کونسل سره رسمي‌ تړون وکړ.

ګوهر زياته کړه د ټاکنو کميسيون څخه به په رسمي ډول وغواړو چې د قانون سره سم په اسامبلۍ کې ځانګړې څوکۍ را کړي.

د ليدنې پر مهال لومړي وزارت ته د تحریک انصاف ګوند نوماند عمر ايوب د مجلس وحدت المسلمين له ګونده مننه وکړه او زياته یې کړه دغه ګوند چې له تحریک انصاف سره څومره مرسته کړې، زما سره يې د مننې لپاره هېڅ الفاظ نشته.

د پاکستان د ټاکنو د قانون له مخې یو ګوند په ګوښې توګه د مرکزي حکومت جوړولو او لومړي وزیر ټاکلو لپاره په ټاکنو کې د ۱۶۹ څوکیو اسان اکثریت ته اړتیا لري.

له دغو ټاکنو وروسته د پاکستان تحریک انصاف ګوند لپاره یو لوی هدف د ښځو او اقلیتونو لپاره د ځانګړو څوکیو خپلول دي، تر څو د دوی خپلمنځي حکومت جوړولو ته لار هواره کړي.

که د تحریک انصاف ګوند نوماندان په دې چاره کې بريالي نشي، ښايي ځینې څوکۍ له لاسه ورکړي. د همدې خبرې په پام کې نيولو سره ياد ګوند له خپلو برياليو نوماندانو وغوښتل چې له سني اتحاد کونسل سره يو ځای شي.

دا په داسي حال کې ده چې د پاکستان دوه مشهور ګوندونه مسلم لیګ نواز او خلکو ګوند هم په خپل منځ کې په ائتلافي حکومت جوړولو لګيا دي او غواړي نور ګوندونه کونج ته کړې.

| عمران خان د خپل ګوند لخوا د صدراعظمۍ لپاره خپل سکرتر عمر ايوب نومولی