راپورونه کورني راپورونه

نيمروز کې يو ځوان د خپلې کوژدنې سره د ليدو پر مهال د خپل خسر لخوا وژل شوی

خسر لخوا وژل شوی

د هېواد په بېلابېلو برخو کې د مرموزو او موخيزو وژنو په دوام، تازه په نيمروز ولايت کې يو ۲۵ کلن ځوان د خپل خسر لخوا وژل شوی دی.

سرچينو رسنيو ته ويلي چې دا ځوان د يونۍ/يکشنبې په ورځ د سلواغې پر ۲۹مه د نيمروز د مرکز زرنج ښار په معصوم‌آباد کې د خپل خسر لخوا وژل شوی دی.

په همدې حال سرچينو ويلي وروسته تر هغه چې دا ځوان د خپلې کوژده شوي مېرمنې د ليدو لپاره راغلی و، د خسر لخوا په مرميو ووژل شو، سرچينې زياتوي چې دا ځوان تازه له ايران څخه راستون شوی و.

د دې پېښي په تړاو د طالبانو امنيتي مسؤلينو تر اوسه پورې څه نه دي ويلي، خو سرچينې زياتوي چې دا ځوان اصلي د غور ولايت اوسېدونکی و.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو وروستيو مياشتو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې په مرموزو او موخيزو وژنو کې د پام وړ ډېروالی راغلی.

| ناپېژاندو وسله والو په نيمروز کې يو کس په ډزو وژلی