راپورونه کورني راپورونه

عبدالسلام حنفي : م.م سازمان بايد د طالبانو په رسميت پېژندنه کې جدي شي

عبدالسلام حنفي

د طالبانو د ريس الوزرا اداري مرستي سېال عبدالسلام حنفي تازه ويلي چې د ملګرو ملتونو سازمان بايد چې د طالبانو حکومت د رسميت پېژندنې لپاره جدي ګامونه واخالي.

عبدالسلام حنفي دغه خبري پرون د يونۍ/يکشنبې په ورځ د سلواغې پر ۲۹مه نېټه په کابل ملګرو ملتونو د منشي د مرستيال کانوګناراجا سره د ليدني پر مهال کړي دي.

 

په همدې حال ښاغلي حنفي زياته کړې چې په بېلابېلو برخو کې د طالبانو د موثرو کړنو په پار بايد چې د ملګرو ملتونو سازمان د دوی د حکومت د رسميت پېژندنې په اړه جدي ګامونه واخلي.

 

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د قطر هېواد په پلازمېنه دوحه کې د ۲۸ هېوادونو په ګډون غونډه جوړه شوې ده.

ويل کېږي چې که څه هم طالبان دې غونډه ته ور بلل شوي وو خو طالبانو ملګرو ملتونو ته په دې غونډه کې د ګډون يو لړ شرطونه ایښي وو چې د هغو شرطونو د نه منل کېدو په خاطر طالبانو په دې غونډه کې ګډون ونکړ.

| حقوق‌پوهان: چین د طالبانو حکومت په رسميت وپېژانده