بهرني راپورونه

د محمد خان شفاعي خور وايي چې ورور يې ځان نه دی وژلی، د هغه موضوع بايد وڅېړل شي

محمد خان شفاعي

وروسته له هغې چې د پاکستان پولیسو اعلان وکړ چې یوه افغان ځوان په اسلام اباد کې د کډوالۍ دوسیې د نه پرمختګ له امله ځان وژنه کړې، خور یې اوس وايي چې د ورور د وژنې څرنګوالی يې باید وڅېړل شي.

د هغه غږيز پيغام له مخې چې د محمد خان شفاعي خور د خالي/شنبې په شپه د سلواغې پر ۲۸مه خپور کړی، هغې ويلي چې د هغې د ورور د مړینې لامل ځان وژنه نه وه، لکه څنګه چې د اسلام آباد پولیسو اعلان وکړ.

د هغه خور ويلي: ” چې ورور يې د ځان وژنې لپاره هیڅ دلیل نه درلود او هغه په ​​​​بشپړ ډول دا ردوي چې هغه دا کار کړی دی”

د هغې په ​​وينا، ورور يې بېخي د کاناډا قضيه درلوده نه او زياته کړې يې ده، چې د پاکستاني پوليسو څرګندونې او د ورور د وژنې په اړه د څېړنو وخت د پوښتنې وړ دى او بايد وڅېړل شي.

هغې همدارنګه ويلي چې د طالبانو د حکومت او د پاکستان له پولیسو څخه غواړي چې د دغې قضیې په اړه هر اړخیزه څېړنه وکړي.

د پاکستان پولیسو د خالي/شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۸) نېټه اعلان وکړ، چې محمد خان شفاعي په کاناډا کې د خپلې کډوالۍ دوسیې د نه پروسس له امله د اسلام اباد په بهار کوه سیمه کې ځان وژنه کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یو شمېر افغانانو د ګواښونو له املهه ېواد پرېښی او ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان ته کډوال شوي دي.

| اسلام اباد کې يو افغان‌پناه غوښتونکي د هغه دوسيې ته دنه‌رسيدګۍ په پار ځان وژنه کړې