سپورت کرکټ

سريلانکا په لومړۍ شل اوره لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

سريلانکا

د سريلانکا او افغانستان تر منځ ددغې شل اوره لوبې پچه افغانستان وګټله او سريلانکا ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه، سريلانکا د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په نولس اوره کې افغانانستان ۱۶۱ منډې هدف ورکړ.

د سريلانکا لوبډلې د لوبډلمشر وينندو هسارنګا زړورې توپوهنې چې ۶۷ منډې يې جوړي کړې، سريلانکا تر دې هدفه ورسوله.

په توپ اچونه کې د افغان لوبډلې په ګټه فضل حق فاروقي۳نوين الحق او عظمت ۲-۲ کريم جنت او نور احمد هر يوه ۱-۱ لوبغاړی وسوځوی.

په دوهمه پاڼۍ کې افغان لوبډلې توپوهنه پيل کړه چې پکې لوبډلمشر ابراهيم ځدراڼ ناسوځېدلې ۶۷ ، کريم جنت ۲۰ ګلبدين نايب ۱۶ او رحمان الله ګربز ۱۳ ډيري منډې جوړي کړې او د پنځو منډو په کموالي يې ماتي ومنله.

د سريلانکا لوبډلې ځوان چټک توپ اچونکې پتيرانا ۴ شانکا ۲‌ متيوز، تکشانا، او هسارنګا هر يوه ۱-۱ لوبغاړی وسوځوی او د افغانستان د بريا مخه يې ډب کړه.

په داسي حال کې چې افغان لوبډله له لومړي پيله پر لوبې برلاسې وه خو بيا يې هم د پنځو منډو په کموالي ماتي وخوړه ددې علت څه کېدای شې؟

د ټولنيزو رسنيو فعالان د افغان کرکټ مينوال او مبصرين د لوبې د ماتي پړه پر يو شمېر توپ وهونکو چې پکې نجيب ځدراڼ، رحمان الله ګربز، محمد نبي، ګلبدين نايب، او عظمت عمرزي شامل دي اچوي.

د افغان کرکټ مينوال او مبصر محمد جعفر هاند د لوبې مسؤليت ټول هغو توپ وهونکو ته راجع کوي چې بې ځايه او بې مسولیته لوبه يې وکړه او د لوبډلمشر ملا يي ونه تړله.

ښاغلی هاند ليکي.« هېڅ لوبغاړي د ابراهیم ځدران غوندې مسئولیت احساس نه کړ او یو څو اوره له هغه سره ونه ودرېده. ابراهیم ځدراڼ لوبه تر اخره ورسوله،خو په ښه شکل یې پای ته ونه شوه رسولای، په اخري اور کې یې ۱۱ منډې ونه شوې کولای، هغه ښکلې لوبه او بیټینګ یې هم په سیند لاهو شول.»

د فريد احمد خالقي په نوم يو بل افغان فعال او د کرکټ مينوال هم د افغان توپ وهونکو پر خراب بيټينګ او مسؤليت پر نه اخيستلو نيوکه کړې.

خالقي زياتوي.« ګربز، نبي، نجيب او ګلبدين ته تر ټولو ډير مسوليت راجع و، خو په ښه ډول يي ترسره نکړ او په بې ځايه شاټونو يي ويکټې له لاسه ورکړې.»

دا په داسي حال کې ده چې د شل اوره لوبې تر دې ماتي وړاندي هم افغان لوبډلې د يوې ټيسټ او دريو يو ورځنيو لوبو لړۍ سريلانکا لوبډلې ته بايللې وې.