سپورت کرکټ

افغانستان به نن د سريلانکا په وړاندي د شل اوريزو لوبو لومړۍ لوبه ترسره کړي

شل اوريزو لوبو

ټاکل شوې ده چې نن پيلنۍ/خالي د افغانستان پر وخت د ماښام ۶:۰۰ بجې افغانستان د کوربه سريلانکا لوبډلې په وړاندي د دريو شل اوريزو لوبو لومړۍ لوبه ترسره کړې.

د شل اوريزو لوبو دا لړۍ به د سريلانکا په ډمبولا ښار کې ترسره شي.

افغانستان کرکټ بورډ پر ټولنيزو رسنيو د افغان لوبغاړو د تمريناتو انځورونه خپاره کړي دي، او لوبي ته يې د پشپړ چمتوالي خبر ورکړی.

تر دې لوبلړۍ وړاندي سريلانکا افغانستان ته په يوازينۍ ټيسټ او دريو پنځوس اوره لوبو کې هم ماتي ورکړې وه.

په دغو لوبو کې د افغانستان مشهور سپينران راشد خان او مجيب الرحمن نه لوبېږي.

راشد خان په انګلستان کې د ملا د بريالي عملياتو وروسته د ډاکټرانو له لورې له لوبو څخه منع شوی، ښايې د ايرلنډ په وړاندي سياليو کې ولوبیږي.

مجيب الرحمن د سريلانکا په وړاندي يو ورځنيو لوبو ته د تمريناتو په کمپ کې د لاس اوښتلو له کبله ژوبل شوی، د سريلانکا په وړاندي د ټولو لوبو څخه و ايستل شو، خو کرکټ بورډ ويلې د ايرلنډ په وړاندي سياليو ته به چمتو شې.

د ابراهيم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ د دغو شل اوره لوبو په سکواډ کې ځيني د يو ورځنيو لوبو لوبغاړي هم شامل دي، خو ځيني يې بيا نوي ځوانان او د شل اوره کرکټ لوبغاړي دي.

د سريلانکا په وړاندي د شل اوره لوبلړۍ دوهمه لوبه به راتلونکې دوشنبه او دريمه لوبه به د چهارشنبې په ورځ په ډمبولا مې ترسره شې.

دا په داسي حال کې ده چې افغان لوبغاړي به د پنج شنبې په ورځ اماراتو ته لاړ شې او هلته به په خپل کوربتوب د ايرلنډ په وړاندي د دريو واړو فارمټونو لوبې ترسره کړې.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې افغانستان د کرکټ زياتې لوبې بايللي دي.

| سريلانکا د افغانستان څخه د يو ورځنيو لوبو د لړۍ درې واړه لوبې وګټلې