بهرني راپورونه

عمران خان د خپل ګوند لخوا د صدراعظمۍ لپاره خپل سکرتر عمر ايوب نومولی

عمر ايوب

که څه هم په پاکستان کې د یو شمیر پوستونو لپاره د انتخاباتو نتیجې لا نه دي تایید شوي، خو د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د پاکستان د صدراعظمۍ لپاره خپل سکرتر جنرال عمر ايوب نومولی دی.

هغه راپورونه چې د پنځنۍ/پنجشنبې په ورځ د سلواغې پر ۲۶مه رسنیو ته رسېدلي، ښيي چې د تحریک انصاف ګوند غړي اسد قیصر ویلي چې د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د عمر ايوب نومولو دغه پرېکړه په زندان کې له هغه سره تر لیدو وروسته کړې ده.

خو بل خوا د پاکستان پیپلز ګوند د نواز شریف له مسلم لیګ سره خپل اتحاد اعلان کړی دی. مسلم لیګ (ن) شهباز شریف د پاکستان د لومړي وزیر په توګه ونوماوه.

دا په داسې حال کې ده چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف تر ملاتړ لاندې خپلواکو نوماندانو په پارلماني ټاکنو کې ۹۲ څوکۍ ګټلي خو په لومړي سر کې راغلي دي.

د يادونې وړ ده، چې په پاکستان کې له پارلماني ټاکنو یوه اونۍ تېرېږي، خو د دغو ټاکنو د پایلو پر سر تاوتریخوالی لا هم دوام لري. هغه څه چې په پاکستان کې د ګډوډۍ لامل شوی دی.

| د عمران خان د مخالفو ګوندونو اتحاد: ګډ ائتلافي حکومت جوړوو