راپورونه کورني راپورونه

طالبانو په دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه کې د ګډون دوه شرطونه وړاندې کړي

دوحه کې د افغانستان

د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي تازه ويلي، که په دوحه غونډه کې د طالبانو شرطونه ونه منل شي، دوی دا غوره ګڼي چې په دې غونډه کې ګډون ونکړي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقادر بلخي د څلورنۍ/چهارشنبې په ورځ د سلواغې پر ۲۵مه د په دوحه کې د افغانستان په اړه غونډې په تړاو دا خبرې د افغانستان لپاره د روسيې د سفير ديمتري ژيرنوف سره په کابل کې کړي دي‌.

په همدې حال ښاغلي بلخي زياته کړې چې د افغانستان په اړه د دوحې په غونډ کې د طالبانو د احتمالي ګډون په تړاو د طالبانو حکومت خپل نظر د ملګرو ملتونو سازمان سره شريک کړی دی.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د روان کال د فبرورۍ په ۱۸ او ۱۹مه په دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه جوړه شي.

د دغې غونډې جوړېدو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي خو طالبانو تازه دوه مهم شرطونه وړاندې کړي دي، که څه هم دغه شرطونه د رسنيو سره نه دي شريک شوي خو د ځينو باخبره سرچينو له قوله ويل شوي چې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د نه ټاکلو او د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره د طالبانو د پلاوي د ناستې د اجنډا په اړه شرطونه ايښودل شوي دي.

| دوحه کې د افغانستان په اړه جوړېدونکي غونډې ته څوک وربلل شوي؟