بهرني راپورونه

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال پر رفح ښار د اسراييلو بريد ته غبرګون ښودلی

پر رفح ښار

د بشردوستانه چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د دغه سازمان د مرستو د څانګې مشر مارتین ګریفیتس د غزې په جنوب کې پر رفح ښار باندې د اسرايیلو د برید د پایلو په اړه غبرګون ښودلی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال نن د څلورنۍ/چهارشنبې په ورځ د سلواغې پر ۲۵مه نېټه دا موضوع مطرح کړه او زياته يې کړه، چې پر رفح ښار د اسراييلو بريد د شدت او بې رحمۍ انتها ده.

د ملګرو ملتونو دغه لوړپوړي چارواکي دا هم ویلي، چې د غزې پر جنوبي ښار رفح باندې د اسرايیلو د برید پایلې ناورین دی او نړیوالې ټولنې ته یې د پایلو په اړه خبرداری ورکړ.

د ښاغلي مارتین ګریفیتس په وینا د اسرایلو پوځي برید پر رفح ښار باندې په داسې حال کې ترسره کیږي چې په هغه ځای کې تر یو میلیون زیات فلسطینیانو پناه اخیستې او د هغوی لپاره د پناه اخیستلو لپاره بل هیڅ خوندي ځای نشته.

په همدې حال کې د اسرايیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي چې د حماس د ماتولو لپاره یې په رفح‌ښار کې د دغه هېواد پوځ ته د تیارسۍ امر کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د غزې د روغتيايي بنسټونو د تازه شمېرو له مخې، د حماس او اسراييلو ترمنځ د جګړې له پيل راهيسې، پر غزې د اسراييلو د بريدونو له امله ٢٨٤٧٣ کسان وژل شوي دي.

| اسراييل د مصر په رفح ښار بريد کوي، مصر د ۴۰ کلن تړون د لغوه کولو ګواښ کړی