بهرني راپورونه

د هند لومړی وزير په متحده عربي اماراتو کې د هندوانو لوی معبد پرانيزي

د هندوانو لوی معبد

راپورونه وايې چې د هند لمړی وزير نريندرا مودي به نن په متحده عربي اماراتو کې د منځني ختيځ تر ټولو لوی عبادت ځای پرانيزي.

دغه د هندوانو لوی معبد چې په اووه ويشت جريبه ځمکه کې د یوسل او لس ميليونه ډالرو په لګښت جوړ شوی چې نن به د هند لمړي وزير له لوري پرانيستل شې.

دغه د هندوانو لوی معبد اووه منارې د متحد عربي اماراتو د اوو اماراتو سمبول دي.

د هند لمړی وزير مودي به نن په اماراتو کې د پانګونې او تجارتي اړیکو په سرمشریزه کې هم د مشر مېلمه په توګه ګډون او وينا وکړې.

ټاکل شوې ده چې ښاغلی مودي به هند ته تر ستنېدو وړاندي دوحې ته لاړ شې او هلته به د قطري چارواکو سره په يو لړ موضوعاتو بحث او خبري وکړې.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې لمړي وزير مودي پرون د متحد عربي اماراتو له مشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان سره وکتل.

دا په تيرو څو مياشتو کې د هند او امارتو د مشرانو پنځمه غونډه او ليدنه بلل شوې.

د فرانسې د خبري اژانس د راپور له مخې، هند او متحد عربي اماراتو په تېرو اتو میاشتو کې یو شمېر تړونونه لاسلیک کړي دي چې په دغو کې د یوه ستر تجارتي او ترانسپورتي دهليز رامنځته کول دي.

دا اقتصادي دهلیز په وچه او سمندر کې د بېړیو او رېلګاډیو په واسطه هند د منځني ختیځ له لارې له اروپا سره وصلوي.

متحده عربي اماراتو ته د نريندرا مودي سفر په داسي حال کې ترسره کېږي چې ټاکل شوې ده د اپريل په مياشت کې په هند کې ټاکنې ترسره شې.

په متحده عربي اماراتو کې تر درې نيم ميليونه زيات هندوان ژوند کوي، چې په په منځني ختيځ کې دا د هندي وګړو تر ټولو لوی ارقام بلل شوي.

د کتونکو په وینا، که څه هم په اماراتو کې مېشت هندیان نه شي کولی چې له بهره رایه ورکړي، خو د مودي دا سفر تر ډېره بیا هم په اماراتو کې پر مېشتو هندیانو متمرکز دی.

د هند لمړی وزير نريندرا مودي په داسي حال کې متحده عربي امارتو او قطر ته سفر پيل کړی چې غواړي هند د اقتصادي دهليز په پرانيستلو له اروپا سره ونښلوي چې دا به د مودي د کاري مودې تر ټولو ستر پرمختګ وي.

| د هند چارواکو په ډيلي کې د مسلمانانو يو بل ستر جومات و نړاوه