بهرني راپورونه

د عمران خان د مخالفو ګوندونو اتحاد: ګډ ائتلافي حکومت جوړوو

مخالفو ګوندونو

د پاکستان د فبروري د ۸مې په ملي او ايالتي ټاکنو کې هيڅ يو ګوند د قامي اسمبلۍ اکثريت څوکۍ ندي ګټلې او په يوازي سر هيڅ ګوند نشې کولای حکومت جوړ کړي.

تازه په اسلام اباد کې د عمران خان د مخالفو ګوندونو استازو غونډه کړې او په خپل منځ کي يې د ګډ ائتلافي حکومت پر جوړېدو بحثونه کړي.

د مخالفو ګوندونو په دغه غونډه کې دنواز شريف په مشرۍ د مسلم لیګ نواز ګوند او د اصف علي زرداري په مشرۍ د پيپلز ګوند غړې راټول شوي او د حکومتي مسؤليتونو پر ويش يې خبري کړې.

د پاکستان په ټاکنو کې تر ټولو ډيري څوکۍ د عمران خان اړوند د تحريک انصاف ګوند خپلواکو نوماندانو ګټلې خو د نواز شریف او زرداري ګوندونه بيا په ترتيب سره دويم او دريم ځای لري.

تمه ده چې له دې ائتلاف سره به هغه اندېښنې پای ته ورسېږي چې د فبروري د اتمې له انتخاباتو وروسته په پاکستان کې رامنځ ته شوی دی.

په دغه غونډه کې د نواز شریف ورور شهباز شريف د خبرو پر مهال تحريک انصاف ګوند ته د ائتلافي حکومت د جوړيدو په پار بلنه ورکړه او زياته يې کړه چې موږ د تحريک انصاف سره خبرو ته ليواله یو.

شريف په خپلو خبرو کې د عفوې او هېر کړه اصطلاح ياده کړه او زياته يې کړه چې پکار ده په ټولو د پاکستان جوړولو لپاره لاس سره ور کړو.

د مسلم لیګ نواز ګوند غړي شهباز شريف زياته کړه چې ددوی ائتلاف په ټاکنو کې له هرو درېو څوکيو څخه دوې ګټلي او يوه څوکۍ يې له مخالفو سره ده.

د سياسي ګوندونو په دغه غونډه کې که څه هم يادونه ونشوه چې څوک به د لمړي وزير څوکۍ ته ونومول شې خو جيونيوز د موثقو سرچينو په حواله ويلې، ددې ايتلاف لمړی وزير به شهباز شريف وي.

د تحريک انصاف ګوند زنداني مشر عمران خان د ګډ حکومت په جوړولو کې د همکارۍ وړاندیز رد کړ.

ښاغلي خان چې پرون د اډیالې په زندان کې محکمې ته د حاضرېدو پرمهال خبرې کولې وویل چې ګوند به یې هېڅکله له مسلم لیګ او پیپیلز ګوند سره خبرو ته حاضر نشې.

دا په داسي حال کې ده چې امريکا،بريټانیا او ځینو نورو هيوادونو د پاکستان څخه غوښتې چې د ټاکنو د درغليو او روانو ګډوډيو اړوند دې څېړنې ترسره شې.

| د پاکستان ايتلافي حکومت به څوک جوړ کړي؟دم‌ګړی د عمران خان ګوند مخکښ دی