راپورونه کورني راپورونه

ناپېژاندو وسله والو په نيمروز کې يو کس په ډزو وژلی

په نيمروز کې

د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د مرموزو وژنو په دوام سره تازه په نیمروز ولايت کې د عبدالرحمن په نوم يو ۴۶ کلن سړی د ناپېژاندو وسله والو لخوا وژل شوی دی.

په نيمروز کې سرچينو رسنيو ته ويلي چې دا پېښه پرون د درېنۍ/سه‌شنبې په ورځ د سلواغې پر ۲۴مه د نيمروز او دلارام پر لويه لار د ډاکو په سيمه کې شوې ده.

د نيمروز د سرچينو څخه د ترلاسه شوو مالوماتو پر بنسټ، ناپېژاندو وسله والو لومړی عبدالرحمن په مرميو ويشتلی او بيا له سيمي تښتېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو مياشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې جنايي جرمونه په ځانګړي توګه مرموزې وژنې زياتې شوي دي او د زياتو پېښو مجرمين په تېښته بریالي شوي دي.

ويل کېږي چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ راهيسي چې جګړه ختمه شوي د هېوادوالو په وژنو کې د پام وړ کموالی راغلی خو يوه موضوع چې هېوادوال ورته خواشيني دي هغه جنايي جرمونه دي.

| فارياب کې يو کس خپله ځوانه لور د يو ځوان سره د نامشروع اړيکو په تور وژلې