بهرني راپورونه

اسراييل د مصر په رفح ښار بريد کوي، مصر د ۴۰ کلن تړون د لغوه کولو ګواښ کړی

رفح ښار

د اسراييلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو په یوه بيان کې ويلې چې د غزې په ټولو برخو کې يې حماس ډله ځپلې اوس پلان لري د مصر پر سرحدي رفح ښار پوځي عملیات ترسره کړې تر څو د حماس پټنځايونه لمنځه يوسي.

خو قاهرې تېره ورځ ګواښ وکړ که اسرايیل د غزې په جنوب کې پر رفح ښار عمليات پيل کړې نو دوی به ورسره څلوېښت کلن تړون لغوه او عملأ به ورسره جګړه پيل کړي.

د مصر او اسرايلو ترمنځ د امنيت او ډز بندي دغه تړون په ۱۹۷۹ ميلادي کال کې د امريکا د وخت د ولسمشر جیمي کارټر په منځګړيتوب د مصر د پخواني ولسمشر انورالسادات او د اسرايلو د مخکني صدراعظم ميناخيم بيګين تر منځ لاسليک شوی و.

تر دې تړون وړاندي د مصر او اسرايلو تر منځ څلور لويې جګړې رامنځته شوې چې پکې دواړو لورو ته زرګونه کسان ووژل شول، او ګڼ شمېر يې پکې ټپيان شول.

کارپوهان په دې باور دي، که چيري د مصر او اسرايلو تر منځ د امنيت او ډزبندي دغه تړون لغوه شې دا به نه يوازي د دوو هیوادنو لپاره ګواښ وي، بلکې د منځني ختيځ او ټولو همسايه هيوادونو امینت او ثبات به ورسره لمنځه لاړ شې.

هغه مهال چې انورالسادات د خپلو عربي ممالکو څخه جلا شو او د اسرايلو سره يې امنيتي تړون وکړ، دې کار ټوله عربي نړۍ حيرانه کړه.

د مصر او اسراییل ترمنځ د سولې تړون د دې ټولو کلونو په اوږدو کې په منځني ختیځ کې د ثبات مهم عامل ګڼل کېده.

اوس چې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ژمنه کړې چې اسراییلي سرتېري به د غزې د تړانګې په جنوب کې د مصر سرحد ته نژدې رفح ښار ته لېږي؛ قاهرې ګواښ کړی چې که اسراییل دا کار وکړي نو دا تړون به لغو او جګړه به پيل کړي.

دا په داسي حال کې ده چې اسرايلو په غزې تړانګه کې د څلور مياشتنيو عملياتو وروسته د بشپړي تصفيې اعلان وکړ او زياته يې کړه چې په ګاونډیو هېوادونو کې به هم د حماس او حزب الله پټنځايونه په نښه کړي.

| د غزې جنوب کې د اسراييلو بمباريو زياتو ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې