بهرني راپورونه

د پاکستان په ټاکنو کې وروستۍ ناندرۍ او د عمران خان پلويانو د پوليسو سره نښته

د عمران خان پلويانو

د تحريک انصاف ګوند ملاتړي او د پخواني لمړي وزير عمران خان پلويانو په لاهور او راولپنډۍ کې په اعتراضيه لاریونونو لاس پوري کړی او د پوليسو سره په شخړه اوښتي دي.

د عمران خان پلويانو ويلي چې د فبروري د ۸مې په ټاکنو کې د پوځ او ټاکنو کميسيون له لورې پراخې درغلۍ شوې او دوی ته د منلو وړ ندي.

د لاهور پوليسو د اعتراض کوونکو پر دغه ډله اوښکې بهونکې ګاز شیندلې، او د تيت پرک کولو لپاره یې پرې ډزې کړي، خو لاريونوالو پرې د ډبري ګوزارونه کړې.

دغه لاريونونه په لاهور او راولپنډۍ کې د ټاکنيزو کميسيونونو مخې ته شوې او د لسګونو هغو خپلواکو نوماندانو پلويان راټول شوې چې د تحريک انصاف ګوند سره اړه لري.

لاريونوالو ادعا کړې چې د ټاکنو د ورځې راهيسي د ټاکنو کميسون، پوځ او ځيني نوري کړۍ هڅه کوي چې درغلي وکړې چې په دې لړ کې يې يوشمېر هغه بريالي نوماندان شاته کړې چې د تحريک انصاف اړوند دي او ځيني مشخص کسان چې د مسلم لیګ او پيپل ګوندونو سره تړاو لري بريالي کړي دي.

د لاريونونو يوې ګډونوالي او د تحريک انصاف ګوند ملاتړې منيزې کامران رويټرز خبري اژانس ته ويلې چې په ځينو حوزو کې هغه نوماندان چې بريالي شوي ول، دستوري ناکام شوي او پر ځای يې خپل کسان کامياب کړي دي.

منېزه زياتوي.«زموږ رایې غلا شوې. موږ دوه دریمه اکثریت ترلاسه کړی. د تحریک انصاف ګوند په ټول پاکستان کې دوه پردریمه رایي ګټلې وې خو هغوی زموږ رایې غلا کړې.»

د سبحان علي په نوم د لاهور اوسيدونکی معترض رويټرز ته ويلې چې پاکستاني چارواکي او پوځ غواړې خپلې پرېکړي په زور پر خلګو ومنې.

سبحان علي زياتوي.« ننۍ مظاهرې په واقعیت کې د هغو ځواکونو په وړاندې دي چې د خلکو رایې یې غلا کړې دي. دغه اعتراض د هغو کسانو په وړاندې دی چې د خلکو نظر یې ونه مانه او فکر یې وکړ چې کولای شي خپلې پرېکړې پرخلکو وتپي.»

د پاکستان سترې محکمې تحريک انصاف ګوند په ټاکنو کې د مستقيم ګډون څخه منع کړی، خو ددغه ګوند غړو د خپلواکو نوماندانو په شکل وکولای شول چې د قامي اسمبلۍ د ۲۶۶ څوکيو څخه ۱۰۱ څوکۍ خپلې کړي.

د پاکستان د اساسي قانون په يوه ماده کې راغلې په ټاکنو کې بريالي شوې خپلواک نوماندان نشې کولای حکومت تشکيل کړې.

د پاکستان د بل پخواني صدراعظم نوازشریف په مشرۍ مسلم لیګ نواز ګوند ۷۵ څوکۍ ګټلي او ورپسې د پاکستان پیپلز ګوند د ۵۴ څوکیو په ګټلو سره درېیم ځای خپل کړی دی.

د مسلم لیګ نواز ګوند مشر نواز شریف او د پيپل ګوند مشر آصف علي زرداري ترمنځ مزاکرات پيل شوې تر څو د ائتلافي حکومت په جوړېدو کې شته خنډونه لري کړې.

راپورونه وايې که چيري دغه دوه ستر ګوندونه مسلم لیګ نواز او پيپل ګوند سره يوځای هم شې نشې کولای حکومت جوړ کړې ځکه دوی تر دا مهاله ۱۲۹ څوکۍ لري او د حکومت جوړولو لپاره ۱۳۴ څوکيو ته اړتيا ده.

د اسلام اباد پوليسو خبر ورکړی د هر هغه چا په وړاندي به اقدام وکړې چې په اسلام اباد، لاهور او راولپنډۍ کې د ټاکنو کميسيونونو مخې ته غيري قانوني لاريونونه کوي.

بل لور ته د عمران خان اړوند د تحريک انصاف ګوند پلويان وايې لاريونونه به ادامه لري، او تر هغو به په شا نشې تر څو خپل حق يې نه وي ترلاسه کړی.

د پاکستان په ټاکنو کې روانو ګډوډيو نړۍ هم اندېښمنه کړې او د پاکستان پر موقت حکومت يې غږ کړی، د تقلب کوونکو سره حساب وکړې او د خلکو په خوښه حکومت را منځته کړې.

دا په داسي حال کې ده چې د تحريک انصاف ګوند مشر او پخوانی لمړی وزير عمران خان د پاکستان د محکمو له لورې په بيلابيلو قضيو کې په ۳۴ کاله بند محکوم شوی او دا مهال په اډياله زندان کې شپې او ورځي تېروي.

| د پاکستان ايتلافي حکومت به څوک جوړ کړي؟دم‌ګړی د عمران خان ګوند مخکښ دی