راپورونه کورني راپورونه

فارياب کې يو کس خپله ځوانه لور د يو ځوان سره د نامشروع اړيکو په تور وژلې

نامشروع اړيکو

د فاریاب ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې سیمه ییزو سرچینو ویلي، په دې ولسوالۍ کې یوه سړي خپله شل کلنه لور له وهلو ټکولو وروسته په دار ځړولې او وژلې ده.

سرچينو نن د دونۍ/دوشنبې په ورځ د سلواغې پر ۲۳مه نېټه رسنيو ته ويلي، دا پېښه تېره ورځ د بلچراغ ولسوالۍ په توغلمست سيمه کې شوې ده چې دغه نجلۍ د نامشروع اړيکو په تور وژل شوې ده.

د سرچينو په خبره، دغه نجلۍ کوژدن شوې وه، مګر د يوه بل ځوان سره يې نامشروع اړيکې درلودې چې د نجلۍ خسر هم په دې موضوع خبر شوی وو.

سرچينې زياتوي، د دې نجلۍ خسر دغه موضوع د نجلۍ پلار ته ويلې وه، د نجلۍ پلار په احساساتي توګه اول نجلۍ وهلې او ټکولې وه او وروسته يې د دار کړې او وژلې ده.

د طالبانو سيمه ييزو امنيتي ځواکونو د دغې نجلۍ وژل کېدل منلي او ويلي يې دي چې د دغې پېښي په تړاو يې د نجلۍ پلار او يو ځوان نيولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په يو شمېر نورو ولايتونو کې دغه ډول پېښي شوي دي. د راپورونو پر اساس څه موده وړاندې په يوه بله پېښه کې يو کس خپله ځوانه کوژدنه د يو بل کس سره د نامشروع اړيکو په تور وژلې وه.

| فارياب د زندان رييس د ښځو د زندان د يوې ۱۳ کلنې زندانې انجلۍ سره واده کړی