کورني خبرونه

د ازادۍ جبهه: په پروان کې مو د طالبانو څلور غړي وژلي

د ازادۍ جبهه

د ازادۍ جبهې په نوم ډله وايي، چې د پروان په مرکز کې يې د طالبانو پر يوه پوسته بريد کړی چې په پايله کې يې د يوه طالب قومندان په شمول څلور کسان وژلي دي.

د ازادۍ جبهه زياتوي چې دا بريد يې تېر شپه د يونۍ/يکشنبې په ورځ د سلواغې پر ۲۲مه د پروان په مرکز چاريکار ښار کې د دوهمې امنيتي حوزې اړوند پر يوه پوسته کړی دی.

د ازادۍ جبهه همدارنګه وايي چې په دې بريد کې د طالبانو درې غړي ټپيان شوي هم دي.

د طالبانو سيمه ييزو مسؤلينو او په پروان کې خپلواکو سرچينو تر اوسه پورې د ازادۍ جبهې د دغې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.

دا جبهه د طالبانو مخالفه وسله واله ډله ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پر طالبانو د بريدونو ادعاوې کوي، خو په ټوله کې طالبان د دوی د ادعا په اړه څه نه وايي يا يې هم ردوي.

| د ازادۍ جبهې په مزارشریف کې د يوې چاودنې پړه منلې