کورني خبرونه

طالبانو په کابل کې ليکوال او تاريخ پوه مجيب الرحمن ايمان نيولی

مجيب الرحمن ايمان

د طالبانو استخباراتو تېره شپه ناوخته په کابل کې د مجيب الرحمن ايمان په نوم يو ليکوال نيولی دی.

د کابل څخه باوري سرچينې وايي چې د طالبانو استخباراتو تېره شپه د غبرګولي پر ۲۷مه او د جون پر ۱۷مه نېټه ليکوال، ژباړن او تاريخ پوه مجيب الرحمن ايمان نيولی دی

مجيب الرحمن ايمان چې د تاريخ په برخه کې يې په پښتو ژبه کې يو شمېر کتابونه ليکلي او ژباړلي دي اصلي د ميدان وردکو ولايت اوسېدونکې دی، چې په دې وروستيو کلونو کې د خپلې کورنۍ سره په کابل کې اوسېده، او د تیر جمهوري نظام پرمهال یې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې دنده هم تر سره کوله، د طالبانو استخباراتو هغه تېره شپه د خپل کور له مخې څخه نيولی دی.

د ښاغلي ايمان کورنۍ د هغه روغتيا ته اندېښمنه ده او تر اوسه پورې يې د هغه د ځای په اړه خبر نه دی ترلاسه کړی.

د طالبانو استخباراتو د ښاغلي ايمان د نيولو په اړه تر اوسه پورې رسنيو ته څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې يو شمېر مدني فعالانو د طالبانو استخباراتو نيولي او زنداني کړي دي.

د روان زېږديز کال د مارچ پر ۲۰مه نېټه په هلمند کې د بشر او مدني حقونو فعال نورايل کليوال او د مارچ پر ۲۷مه نېټه په کابل کې د تعليم د برخې فعال مطيع الله ويسا هم د طالبانو استخباراتو نيولي وه چې تر اوسه پورې په زندان کې دي.