راپورونه کورني راپورونه

په کابل کې د غلا په تور درې ښځې نيول شوي

درې ښځې

د طالبانو امنيتي مسوولينو په کابل کې د غلا او خلکو ته د فريب ورکولو په تور د دريو ښځو د نيولو خبر ورکړی دی‌.

د هغې خبرپاڼې له مخې چې نن د يونۍ/يکشنبې په ورځ د سلواغې پر ۲۲مه نېټه د کابل امنيې قوماندانۍ خپره کړې، ويل شوي چې د طالبانو امنيتي ځواکونو دغه درې ښځې د غلا پر مهال نيولي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغو دريو ښځو د کابل په بېلابېلو سيمو کې په چل او فريب د خلکو له کورونو څخه غلاوې کولې چې د غلا پرمهال د طالبانو لخوا نيول شوي دي.

په دې اړه ډېر جزيات نه دي خپاره شوي. دغه درې ښځې په داسې حال کې نيول کېږي چې په دې وروستيو کې د افغانستان په زياتو ولايتونو کې د غلاوو په شمول يو شمېر نور
جنايي جرمونه زيات شوي دي‌.

ويل کېږي چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ وروسته په هېواد کې د ښځو پر کار او فعالیت بنديزونه هم د دې لامل شوي چې بې سرپرسته ښځې د بې وزلۍ له کبله غلاوي يا نور ناوړه کارونه وکړي.

د ښځو د کار او زده کړو د حقوقو نقض هغه مسئله ده چې له کبله يې پر طالبانو نړيوال بنديزونه لګول شوي دي.

| بدخشان کې د سقوط شوي روسۍ الوتکې څخه ۱۲۰۰ ميليونه ډالر غلا شوي