پښتونخوا

منظور پښتين له هغو کسانو مننه کړې چې د هغه د راخوشي کولو غږ يې پورته کړی و

منظور پښتين

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين پر خپل ايکس پاڼه يا پخواني ټويټر د ټولو هغو کسانو څخه مننه کړې کومو چې د جبري بند څخه د هغه د آزادۍ لپاره هلي ځلي کړي دي.

ښاغلي منظور پښتين همدارنګه زياته کړې، « د پاکستان پوځي جنرالان زموږ په زنداني کولو یا هلته زموږ سره ډیر غیر انساني چلند کولو باندې هيڅکله هم د دوی دا ارمان نشي پوره کېدای چې ګويا دوی به په اولسونو ظلم، جبر او پر وطن قبضه قایمه ساتي او موږ به غلي ورته ناست وو، نه نه موږ به د دې جبر خلاف هيڅکله هم غلي نه کېنو، د خپل اولس سره د ظلم پر خلاف او د خپل وطن تر خپلواکۍ پورې به زموږ مبارزه جاري وي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر د راخوشي کېدو لپاره د آواز پورته کوونکو څخه ښاغلي پښتين په داسې حال کې مننه کړې چې د پښتونخوا ډېرو ملتپالو ګوندونو د هغه پر نيول کېدو چوپتيا اختيار کړې وه او يوازي د پاکستان په انتخاباتو بوخت وو، د دې غورځنګ يو شمېر غړو پر پښتنو ملتپالو ګوندونو نيوکه هم کړې وه چې د دوی سره يې د منظور پښتين په راخوشي کېدو کي ملتيا ونکړه.

منظور پښتين چې تر دوه مياشتو د زيات وخت زندان تېرولو وروسته د فبرورۍ په ۷مه نېټه د شپې د اټک زندان څخه خوشي شو، سمدستي يې ځان د اسلام آباد ترنول سيمي ته ورساوه او هلته يې د شپې ناوخته خپلو پلويانو ته وينا وکړه.

منظور پښتين خپلو پلويانو ته وويل چې موږ دوه مياشتنی زندان خپل ولس ته د قربانۍ په توګه نه يادوو، هغه زياته کړه چې موږ به هغه وخت د قربانۍ دعوه کوو کله چې مو سرونه د وطن او ولس په خپلواکۍ کې په وينو سوره کړي وي.

ښاغلي پښتين همدارنګه د غورځنګ پر غړو د څلوېښتو ورځو او د هغه وروسته د څلورو مياشتو ولسي او پښتني تبليغ کولو وړانديز وکړ او زياته يې کړه چې کلی په کلی او کور په کور به پښتنو ولسونو ته د بيدارۍ پيغام رسوو.

د ځلا نيوز د مالوماتو پر بنسټ منظور پښتين چې نن يې د راخوشي کېدو درېيمه ورځ ده تر اوسه پورې د خپلي کورنۍ د ليدو لپاره خپل کور وزيرستان ته نه دی تللی او د غورځنګ په يو لړ تنظيمي چارو او د غورځنګ د غړو سره په ليدنو بوخت دی.

| د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين له اټک زندانه آزاد شو