بهرني راپورونه

د پاکستان ايتلافي حکومت به څوک جوړ کړي؟دم‌ګړی د عمران خان ګوند مخکښ دی

د عمران خان ګوند

 پاکستان د ملي او ایالتي ټاکنو پای ته رسېدو ورسته تېره شپه د پاکستان د ټاکنو کميسيون اعلان وکړ چې د تحريک انصاف ګوند اړوند خپلواکو نوماندانو د قامي اسمبلۍ تر ټولو ډيري ۹۸ څوکۍ ګټلې، د نوازشريف اړوند مسلم لیګ نواز ګوند بيا ۶۹ او د بلاول بوټو پيپل ګوند ۵۱ څوکۍ ګټلې دي.

د پاکستان پخواني لمړي وزير او د مسلم لیګ نواز مشر نواز شریف د عمران خان ګوند بريا نه مني او د ټاکنو په ورځ ادعا کړې وه چې يوازي د خپل ګوند حکومت به جوړوي او ائتلافي حکومت ورته د منلو ندی.

د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان بيا د محکمو له لورې په بېلابېلو قضیو کې مجرم و پېژندل شو، د ۳۴ کاله زندان تر څنګ پنځلس کاله د هر ډول سياسي فعاليت څخه منعه شو.

د تحريک انصاف ګوند اړوند آزاد نوماندان د محدودیتونو له کبله نشې کولای خپل حکومت جوړ کړې خو اسامبلۍ ته تر ننوتلو مخکي بايد د يو بل ګوند منشور و منې او ائتلافي حکومت کې برخه واخلي.

د پاکستان د مسلم لیګ نواز مشر نواز شریف له دې وړاندي هم درې ځله د پاکستان لمړۍ وزير پاتي شوی خو درې ځله د مودې پوره کولو ته ندی پرېښول‌ شوی.

نواز شریف د نتايجو تر اعلان وروسته په داسي حال کې د ائتلافي حکومت د جوړېدو اعلان کړی، چې د ټاکنو په ورځ يې د ائتلافي حکومت د نه منلو خبره کړې‌وه.

د مسلم لیګ مشر په خپلو خبرو کې وويل چې خپل ورور شهباز شريف ته یې دنده سپارلې تر څو د نورو ګوندونو سره د ائتلافي حکومت په جوړولو کار وکړي.

تر اوسه معلومه نده چې مسلم لیګ نواز ګوند به د کومو ګوندونو سره ائتلاف وکړې، خو سوال دادی چې ايا د پوځ ونډې ته په کتو به ګوندونه وکولای شې د پاکستان راتلونکی بدل کړې؟

د مسلم لیګ نواز ګوند مشر نواز شریف تېره شپه د سند ايالات د مخکښ ګوند پيپل پاکستان له مشر آصف علي زرداري سره کتلې او ګومان کېږي چې ائتلافي حکومت جوړ کړې.

کارپوهان په دې باور دي چې يوازي پوځ په پاکستان کې د کورنيو او بهرينو پاليسيو په جوړولو کې رول لري، ګوندونه د پوځ پرته هيڅ نشې کولای.

په پاکستان کې پخوانی افغان ډيپلوماټ او اوسنۍ د سياسي چارو شنونکی زردشت شمس وايې که څه هم د افغانستان او بهرينو هيوادونو لپاره د پاکستان ټولي پاليسۍ د پوځ له لورې جوړېږي خو که يو مقتدر جمهوري حکومت د څه ناڅه واک سره جوړ شې، نو په ځينو برخو کې به د افغانستان سره ښېګڼې راشې.

شمس زیاتوي.« که په پاکستان کې یو جمهوري حکومت چې یوڅه ناڅه صلاحیت ولري جوړ شي نو ځینو خبرو ته پام وکړي. مثلا د افغان کډوالو په وضعیت کې ښايي تغییر راشي، ځکه پخوا هم موږ شاهد وو، چې دوی مهلتونه ډېر ټاکل خو تېرې موقتې ادارې چې مستقیما د پوځ په لاس کې وه بې شرمانه چلند وکړ. له افغان کډوالو سره پخوا داسې چلند نه و، شوی. نو یوڅه امېدواري شته چې په ځینو چارو کې یوڅه نرمښت راشي او له افغانستان سره په اړیکو کې ښه والی امکان لري.»

د پاکستان په خيبر پښتونخوا کې چې ډیرې رايې د عمران خان ګوند اړوند خپلواکو نوماندانو ګټلې وې، خلکو يې لاريون کړی چې ټاکنو کې درغلي شوې.

په دغه لاريون کې چې په شنګله ولسوالۍ کې شوی و دوه تنه وژل شوي او تر شل زيات ژوبل شوي دی.

د خيبر پښتونخوا پوليسو ويلې چې وژل شوې کسان د تحريک انصاف ګوند د پلويانو د تېږو په ګوزارونو کې ووژل شول.

لاريون والو د ټاکنو د کمیسیون څخه د خيبر پښتونخوا ايالات د رايو د بيا شمېرنې غوښتنه کړې.

د بل لوري څخه بيا متحده ايالاتو او بريټانيا د پاکستان په ټاکنو کې د روانو بې نظميو اړوند اندېښنه څرګنده کړې ده.

د بريټانيا د بهرنيو چارو وزير ډيويډ کيمرون تېره شپه په یوه بيان کې خپګان څرګند کړ چې ټولو ګوندونو ته په ټاکنو کې د ګډون اجازه نده ورکړل شوې.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ماتيو ميلر هم تېر ماښام په يو بيان کې وويل امريکا د پاکستان د انتخاباتو په بهير کې د لګېدليو محدودیتونو له کبله اندېښمنه ده.

ميلر که څه هم د پاکستان په انتخاباتو کې د درغليو خبره وکړه خو زياته يې کړه چې متحده ايالات د پاکستان د نوي حکومت سره ګډ کار ته چمتوه ده.

دا په داسي حال کې ده چې د خيبر پښتونخواه او بلوچستان په ايالتونو کې د فبروري پر ۸مه نامعلومو وسله والو د ټاکنو‌ لسګونه ډک صندوقونه له ځان سره نامعلوم لوري ته وړي دي.

| د پاکستان د ټاکنو په ورځ ۵۱ وسله وال بريدونه شوي چې ډېره مرګ ژوبله يې اړولې