راپورونه کورني راپورونه

د بخښنې نړيوال سازمان بيا له طالبانو غوښتې چې منيژه صديقي خوشي کړي

منيژه صديقي

د بخښنې نړيوال سازمان يو ځل بيا د طالبانو څخه غوښتي چې منيژه صديقي دې ژر تر ژره له زندان څخه خوشي کړي.

د بخښنې نړيوال سازمان د جمعې په ورځ د سلواغې پر ۲۰مه نېټه ويلي چې طالبانو پرته له کوم جرم څخه منيژه صديقي نيولې.

دې سازمان زياته کړې « منيژه صديقي چې د هيڅ جرم تور ور باندې نه دی ثابت شوی خو بيا هم د طالبانو په زندان کې د بد سلوک او بېلابېلو شکنجو سره مخ ده.»

دې سازمان پر ايکس پاڼه په يوه خپاره شوي پيغام کې ويلي چې د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد او د استخباراتو د رياست څخه غوښتنه کوي چې منيژه صديقي پرته له قيد او شرط څخه د زندان څخه خوشي کړي.

طالبانو تر اوسه د دې موضوغ په اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو استخباراتو د خود جوشو معترضو ښځو د غورځنګ غړې منيژه صديقي د روان کال د تلې مياشتې پر ۱۷مه نېټه د کابل د خيرخانې څخه ونيول او زندان ته يې ولېږل.

ويل کېږي چي پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ راهيسي طالبانو په ځلونو معترضي ښځې نيولي او په زندانونو کې يې تر بېلابېلو شکنجو لاندې کړي دي‌.

د طالبانو د دوه نيم کالو واکمنۍ راهيسي د طالبانو حکومت د بشر حقونو په نقض، د سياسي مخالفينو په شکنجه کولو، د ښځو او نجونو د حقونو په نقض او د بيان ازادۍ په نقض تورن شوی دی.

| پريسا آزاده د طالبانو له زندانه خوشې شوې ده