بهرني راپورونه

د پاکستان د ټاکنو په ورځ ۵۱ وسله وال بريدونه شوي چې ډېره مرګ ژوبله يې اړولې

د پاکستان د ټاکنو

په پاکستان کې د ټاکنيز بهیر د پای ته رسېدو سره سم د دې هېواد پوځ خبر ورکړی چې پرون د ټاکنو په ورځ په پاکستان کې ۵۱ وسله وال بريدونه شوي دي.

د پاکستان پوځ تېره شپه ناوخته د فبرورۍ پر ۸مه د سلواغې پر ۱۹مه رسنيو ته ويلي چې د پاکستان د ټاکنو په ورځ په دغو بريدونو کې ۱۲ امنيتي سرتېري وژل شوي او ۳۹ نور ټپيان شوي دي.

د پاکستان پوځ د مالوماتو پر بنسټ دغه بريدونه زياتره په خيبر پښتونخوا او بلوچستان ايالتونو کې د رايي ورکولو په ورځ شوي دي.

ويل کېږي چې پرون په پاکستان کې تر دې هم ډېر بريدونه شوي دي خو د دغو بريدونو ډېر جزيات او مالومات لا تر اوسه پورې د رسنیو سره نه دي شريک شوي.

د پاکستان پوځ په همدې حال چې د دغو بريدونو خبر يې ورکړی خو په اړونده خبرپاڼه کې يې د پاکستان ټاکنې بريالۍ بللي او د پاکستان خلکو ته يې مبارکي هم ويلې.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د پنځنۍ/پنجشنبې په ورځ سهار ۸:۰۰ بجې د پاکستان عمومي ټاکنې پيل شوې او مازيګر ۵:۰۰ بجې پای ته ورسېدې، تر اوسه پورې د ټاکنو رسمي پايلې څرګندې نه دي، خو د غيري رسمي سرچينو په حواله په خيبر پښتونخوا کې د عمران خان، په پنجاب کې د نواز شريف او په سيندهـ کې د بلاول بوټو ګوندونو ډېرې رايي وړي دي.

| انور الحق کاکړ د پاکستان ټاکنې بريالۍ بللي او پاکستانيانو ته يې مبارکي ويلې