بهرني راپورونه

کاکړ: ډيورنډ يوه نړيواله رسمي پوله ده، موږ د دې پروا نلرو چې افغانان يې نه مني

ډيورنډ

د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزير انور الحق د افغانستان يوه خصوصي ټلوېزون سره په ځانګړې مرکه کې ويلي چې چې ډيورنډ کرښه د پاکستان او افغانستان ترمنځ يوه نړيواله رسمي پوله ده.

د افغانستان يوه ټلوېزون طلوع نيوز پرون د پنځنۍ/پنجشنبې په ورځ د فبرورۍ پر ۸مه او د سلواغې پر ۱۹مه د انور الحق کاکړ سره ځانګړې مرکه خپره کړې چې د دې ټلوېزون خبريال ذبيح الله سادات سره يې د ډيورنډ فرضي کرښې، د کډوالو پر جبري ستنېدنې، د طالبانو د حکومت په رسميت پېژندنې، د افغانستان پر اوبو، دوه اړخيزه سوداګرۍ او نورو مهمو مسايلو خبرې کړي دي.

انور الحق کاکړ د خبريال د خبرو په غبرګون کې وويل چې د ډيورنډ د افغانستان او پاکستان ترمنځ يوه نړيواله او رسمي پوله ده، د هغه په خبره چې د نړۍ د ۲۰۰ هېوادونو څه کم اته ميليارډه خلک دغې کرښې ته رسمي پوله وايي، موږ په دې باک نه کوو چې ۴۰ ميليونه افغانان يې نه مني او فرضي کرښه يې بولي.

انور الحق کاکړ د خبريال د هغې پوښتنې په جواب کې چې ګواکې کاکړ د افغانستان په پاسپورټ لندن کې پناه اخیستې وه وويل « دا د مخالفينو ادعا ده چې په ما پسي يې کوي خو زه دغې موضوع ته څه آرزښت نه ورکوم، ما په خپل پاکستاني پاسپورټ لندن او د نړۍ ځينو نورو هېوادونو ته سفرونه کړي دي او پر پاسپورټ د اړوندو هېوادنو ټاپې هم موجودي دي»

د پاکستان موقت لومړي وزير انور الحق کاکړ همدارنګه د طالبانو د حکومت په رسميت پېژندنې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کډوالو، اوبو او سوداګرۍ په اړه هم خبرې وکړې، انور الحق زياته کړه «لکه څنګه چې هندوستان او پاکستان د اوبو پر معاهده عمل کوي همداسي پکار ده چې افغانستان او پاکستان هم د اوبو معاهده ولري»

د سوداګرۍ په اړه کاکړ وويل، موږ هيله لرو چې د افغانستان سره ښې سوداګريزي اړيکې ولرو، ترڅو خپل سوداګريز توکي افغانستان او د افغانستان له لاري، تاجکستان، ازبکستان،‌ ترکمنستان او روسيې ته ورسوو.

همدارنګه کاکړ وويل چې د غيري قانوني کډوالو د ايستلو پرېکړه يې ځکه وکړه چې په پاکستان کې د بې اسناده افغان کډوالو بې عزتي کېدله، د کاکړ په خبره هغوی به په خپل وطن کې په عزت ژوند تېر کړي.

انور الحق کاکړ د طالبانو د حکومت د رسميت پېژندنې په اړه زياته کړه چې، که خبره يوازي د پاکستان وای نو موږ به دوه کاله وړاندې لا د طالبانو حکومت په رسميت پېژندلی و، د هغه په خبره چې پاکستان نړيوال ملګري او شريکان لري او دغه ډول پرېکړې په مشوره سره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون په پاکستان کې عمومي ټاکنې وشوې، تمه شته چې په راتلونکې اوونۍ کې د پاکستان د ټاکنو رسمي پايلي مالومي شي او په دې هېواد کې يو رسمي حکومت رامنځته شي.

انور الحق کاکړ د پاکستان ټاکنې بريالۍ بللي او پاکستانيانو ته يې مبارکي ويلې