بهرني راپورونه

سويډن يوه محکمه د قرآن کريم سوځوونکی سيلوان موميکا له سويډن څخه شړي

سيلوان موميکا

د سویډن د کډوالو محکمې د عراقي (سیلوان موميکا) چې د قرانکریم د سوځولو او پښو لاندې کولو په ګډون اسلام او قرانکریم ته د سپکاوي او پاروونکو کړنو په ترسره کولو تورن دی، د اقامت وېزې د مودې د پای ته رسېدو څخه وروسته د هغه د ډیپورټ کولو (شړلو) پرېکړه تصویب کړه.

د سويډن هېواد دولتي راډیو SR اعلان وکړ چې د سيلوان موميکا په اړه د کډوالۍ د دفتر پرېکړه د کډوالۍ د  محکمې لخوا تصویب شوه.

دغې محکمې اعلان وکړ چې موميکا د هغه د استوګنې د اجازې غوښتنليک پر مهال ناسم مالومات ورکړي چې له همدې امله یې د هغه د شړلو پرېکړه وکړه.

د سويډن د کډوالۍ دفتر د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په میاشت کې اعلان وکړ چې دوی دا څرګنده کړې چې موميکا د استوګنې د اجازې د ترلاسه کولو پر مهال دوی ته ناسم او غلط مالومات ورکړي چې د همدې امله به د هغه د استوګنې اجازتپاڼه تمدید نه کړي.  یادې ادارې ویلي وو چې د موميکا د استوګنې او کار اجازه د ۲۰۲۴ کال د اپریل پر ۱۶مه نېټه پای ته رسېږي او  له دې نیټې وروسته به وشړل شي.

موميکا د دې پرېکړې په اړه استیناف غوښتنه وکړه او قضيه یې د مهاجرت محکمې ته واستوله.

سيلوان موميکا د ۲۰۲۳ کال د جون په ۲۸مه نېټه د سټاکهولم جومات مخې ته د پولیسو تر محافظت لاندې قرآن کريم ته اور ورته کړ.

موميکا د جولای په ۲۰مه په سټاکهولم کې د عراق د سفارت مخې ته، د جولای په ۱۴مه او ۳۱مه د سويډن د پارلمان مخې ته، د اګست په ۲۴مه د سټاکهولم جومات مخې ته او په مالمو کې د پولیسو تر څارنې لاندې قرانکریم او د عراق بیرغ وسوځاوه.

موميکا وروستی ځل لپاره د اکټوبر په ۲۱مه د سټاکهولم په مرکز کې د اسرائیلو په ملاتړ لاریون وکړ  او قرآن کريم او د فلسطین بيرغ یې وسوځاوه.

د سويډن د کډوالۍ محکمې اصلي نيت لا مالوم نه دی چې ولې موميکا له سويډن څخه ډیپورټ کوي، خو بهانه يې د استوګنې د ځای په اړه د ناسمو مالوماتو د درج کولو جوړه کړې.

| عربستان کې د نيمه‌لوڅو ښځو د کنسرټونو ترڅنګ د شرابو پلورنځي پرانيستل کېږي