بهرني راپورونه

انور الحق کاکړ د پاکستان ټاکنې بريالۍ بللي او پاکستانيانو ته يې مبارکي ويلې

د پاکستان ټاکنې

 په پاکستان کې د ملي شورا او ايالتي شوراګانو د ټاکنو بهير د ختمېدو سره هم‌مهاله د دې هېواد موقت لومړي وزير انور الحق کاکړ د پاکستان د ټاکنو بهير بريالی بللی او د هېواد وګړو ته يې مبارکي ويلي.

د پاکستان ټاکنې چې پرون د پنځنۍ/پنجشنبې په ورځ د فبرورۍ پر ۸مه او د سلواغې پر ۱۹مه د سهار ۸:۰۰ بجې پيل او د مازيګر ۵:۰۰ پای ته ورسېد، د ناسم امنيتي وضعيت څخه ټول حکومت او عام وګړي اندېښمن وه.

انور الحق کاکړ په داسې حال کې د پاکستان ټاکنې او د ټاکنو بهير بريالی بللی چې پرون د دې هېواد په ډېرو ټاکنيزو مرکزونو کې چاودنې او وسله وال بريدونه هم شوي دي.

د يادولو وړ ده چې تر اوسه پورې په ټاکنو کې د برخوالو د کره شمېر مالومات نه دي خپاره شوي، مګر د پاکستان د ۲۴۱ ميليونه نفوس څخه ۱۲۸ ميليونه وګړو په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم ليکنه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان ټاکنې پرون سهار پر ۸:۰۰ بجې په ناسم امنيتي وضعيت کې د پاکستان عمومي ټولټاکنو ته رايه اچونه پيل شوه، چې د ټاکنو د بهير د پای ته رسېدو سره سم يو شمېر نارسمي پايلې خپرېږي مګر تر اوسه پورې يې د رسمي پايلو په اړه د رسمي سرچينو لخوا نه دي خپاره شوي.

| پاکستان ټاکنو کې ښځو ته د نوماندۍ پنځه فيصدي حق نه دی ورکول شوی