راپورونه کورني راپورونه

برېښنا شرکت : د جمهوري حکومت د توليدي بريښنا ۶۲۷ ميليونه ډالر پور مو ادا کړ

برېښنا شرکت

د افغانستان د برېښنا دولتي شرکت وايې چې د بانکي محدودیتونو او اقتصادي ستونزو سره سره مو د وارداتي بریښنا له درکه د جمهوري حکومت ۶۲۷ ميليونه ډالره پوره ادا کړی.

د افغانستان برېښنا شرکت وياند حکمت ميوندي پر ټولنيزه رسنۍ ايکس په يوه خپره کړې ويډيو کې ويلې چې په روان کال کې يې د مخکنيو پورونو د اداينې تر څنګ په لمړي ځل پیش پرداخت يا مخکي له مخکي اداينه هم کړې.

افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ايران سره د وارداتي بریښنا په برخه کې یو شمېر تړونونه درلودل او د اړتيا وړ بريښنا يې له همدې هيوادونو پېرله.

د افغانستان برېښنا شرکت وياند په دغه خپره شوې ويډيو کې ويلې چې اوسنۍ حکومت هڅه کوي چې په هيواد کې د بريښنا لپاره کورنۍ سرچينې فعاله کړي، او تر راتلونکو پنځو کالو به افغانستان د کورنیو سرچینو له درکه ۷۱۰ ميګاواټه بريښنا د تولید توان ولري.

د هيواد په یو شمېر ولايتونو کې د اوبو د لویو بندونو په جوړېدو سره هيوادوال هيله مند دې چې د بريښنا د تولید په برخه کي به افغانستان پر ځان متکي شې.

د يادونې وړ ده چې په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د برېښنا د رسولو بهیر د بېلابېلو مشکلاتو له وجې ډېر وخت له ستونزو سره مخ کیږي، او حتا ځيني وختونه دا ستونزه اونيو او مياشتو ته رسېږي.

| طالبان: د ۱۰ ميليارده افغانیو په ارزښت د ۲۴ ملي پروژو تړونونه منظور شول