پښتونخوا

د چمن پرلتوالو چمن کې د پاکستاني ځواکونو د دفتر مخ په کانټينرونو بند کړ

د چمن پرلتوالو

په چمن کې د سپين بولدک او چمن ترمنځ پر دروازه باندې د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې لازمي کولو د پرېکړې پر خلاف پرلتوالو په چمن کې د پاکستاني ملېشو مرکزي دفتر ته تلونکي لاره کانټينرونه ايښي او لاره یې د تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

د چمن د پرلت ویاند صادق اڅکزي د فبروري پر شپږمه رسنيو ته وویل چې د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱مې راهيسې يې پرلت پيل کړی دی خو د هغه په وينا حکومت يې غوښتنې نه دې منلي، نو ځکه  د چمن پرلتوالو دا ګام پورته کړ.

تر دې وړاندې د چمن پرلتوالو د تېرې جنورۍ مياشتې پر ۲۱مه نېټه د نه خوړو اعتصاب هم کړی وو خو د دیني عالمانو او ولسي مشرانو په ټینګار یې د ۳۵ ساعته وروسته ختم کړ.

تر دې مخکې د چمن د پرلت مشر غوث الله د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه ويلي وو چې د احتجاجونو په بل پړاو کې به د دولتي دفترونو مخ ته کانټينرونه ږدي او مخه به یې بندوي. هغه ویلي و چې که حکومت یې غوښتنې نه مني نو مجبور دي چې احتجاج نور پراخ کړي.

صادق اڅکزی وايي چې د چمن – سپین بولدک ترمنځ د دروازې له تړلو سره نه یوازې پرلتوال بلکې د چمن ټول خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي دي.

د هغه په خبره، لويانو او ماشومانو پر دغه دروازه کار کاوه چې هر کاريګر د ورځې تر ۵۰۰ افغانيو پورې مزدوري کوله چې ۲۰۰۰ پاکستانۍ کالدارې کېدلې خو اوس د چمن ډېرې کورنۍ یو موټ اوړه نه لري.

د دې پرلت زياتره ګډونوال پنډيان (لغړيان) دي چې پر دغه دروازه به يې د مسافرونه سره سامانونه په پيسو وړل راوړل يا به يې ځيني تجارتي مالونه په شاه اړول او را اړول.

پرلتوال د چمن او سپین بولدک ترمنځ پر ډېورنډ فرضي کرښه د پخوا په څېر په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې یا د بلې اجازتپاڼې پر اساس د تګ راتګ ازادولو غوښتنه کوي.

خو د پاکستان موقت حکومت ټينګار کوي چې د افغانستان سره پر ټولو دروازو به د پاسپورټ او وېزو شرط عملي کېږي.

| د چمن پرلت ۹۸ مه ورځ او د پاکستاني چارواکو بې غوري