بهرني راپورونه

انټوني بلېنکن منځني ختيځ ته د سفر په ترڅ کې د مصر له ولسمشر سره ګوري

انټوني بلېنکن

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن منځني ختيځ ته د سفر په ترڅ کې تېره ورځ د سعودي عرب د وليعهد محمد بن سلمان او نن سه شنبه به د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السيسي سره وګوري.

انټوني بلېنکن نن په قاهره کې د مصر له لوړ پوړو چاروکو سره هم وکتل او د حماس ډلې سره د اسرايلو د برمته شويو کسانو د خلاصون لپاره يې ورسره بحث او خبري وکړې.

د حماس او اسرايیلو تر منځ د جګړې د پيل راهيسي دا منځني ختيځ ته د امریکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزير انټوني بلېنکن پنځم سفر دی.

بلېنکن به ددغه سفر په ترڅ کې د قطري او اسرايلي چارواکو سره هم ورګوري او د ډزبندي او برمته شويو کسانو پر خوشي کولو به خبري وکړي.

په منځني ختيځ کې د اسرايلو په ملاتړ امريکا پر يو شمېر هغو ډلو بريدونه زيات کړې چې د حماس ملاتړ کوي او امريکا يې د ايران ملېشې بولي.

امريکا په ځلونو ويلې چې په منځني ختيځ کې د جګړې پلان نلري خو په ورستيو کې يې په عراق، سوريه او يمن کې بريدونه زيات کړي، چې دا په ښکاره ډول دا ثابتوي چې امريکا د يوې لويې جګړې لپاره تياری نيسي.

حزب الله او حوثيانو هم د امريکا او دهغوی پر ملاتړو ډلو د بريدونو د زياتوالي خبر ورکړی.

حزب الله ډلي تېره ورځ په عراق کې د امريکا په يوې اډه کې د روزنې پر هغه مرکز د بې پيلوټه الوتکې بريد وکړ چې کردان پکې د جګړې لپاره روزل کیدل.

ددې بريد وروسته د امريکا متحده ايالاتو د مرکزي قومنداني یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ويلې چې تېره ورځ هم يوې بي پيلوټه الوتکې د سوريې په ختيځ کې د امريکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو پر يوې اډې بريد کړی چې مرکژوبله يې نده اړولې.

هېره دي نه وي چې په منځني ختيځ کې د جګړې او کړکېچ د زياتېدو سره سم ايران کې هم جګړی ته چمتوالی زيات شوی، او د سپاه پاسداران ټول سرتيري او مشاورين يي هيواد ته ورغوښتي.

| د اسراييلو پوځ د غزې په شمال کې د حماس ډلي د لمنځه وړلو خبر ورکړ.