راپورونه روغتیا

عامې روغتيا وزارت: هيواد کې په تنفسي ناروغيو د اخته کسانو شمیر زيات شوی

اقليمي بدلون

د عامې روغتيا وزارت وايې د تېر ۲۰۲۳ ميلادي کال په پرتله د روان ۲۰۲۴ کال په دوو مياشتو کې په تنفسي ناروغيو د اخته کسانو شمېر زیات‌ شوی دی.

ياد وزارت وايې چې په ۲۰۲۳ کال کې په ټول هيواد کې اته ميليونه کسان په تنفسي ناروغيو اخته شوي و، خو د ۲۰۲۴ کال په جنوري او فبروري مياشتو کې تر يو ميليون او اتيا زره ډېر کسان په دغه ناروغۍ اخته شوي دي.

ددوی په خبره په دغه ناروغانو کې زيات شمېر يې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.

د عامي روغتيا وزارت وياند ډاکټر شرافت زمان ويلې چې د تنفسي ناروغيو د اخته کسانو شمېر د زياتوالي تر څنګ له دغې ناروغۍ څخه د مړيني په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د عامي روغتيا وزير ډاکټر قلندر عباد مزارشريف ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سينا بلخي روغتون څخه د ليدنې پر مهال ويلې چې د ناروغانو لپاره بايد په هيواد کې ۴۵ زره بستره موجود وي چې دا مهال موږ په ټول هيواد کې صرف ۱۱ زره بستره لرو.

عباد زياته کړې چې په روغتيايي سکتور کې بايد د ډاکټرانو ظرفيت لوړ شې، تر څو د سيمي په کچه روغتيايي ماهرين او متخصصين ولرو، او اړ نه شو چې بهرنيو هيوادونو ته په درملنه پسې ولاړ شو.

د عامي روغتيا وزير قلندر عباد په داسي حال کې د روغتيا يې سکتور د پياوړتيا او مسلکي توب خبره کوي چې په هيواد کې د نجونو د ښوونځيو او پوهنتونونو لپاره د تالبانو امر ثاني لا پای ته ندی رسېدلی.

يو شمېر بهرنیو نهادونو د څېړنو په اساس د هيواد په لسګونه ولسواليو کې خلک د روغتيايي اسانتياو بې برخي دي او حتی په ځينو لويو ولايتونو کې يوه متخصصه اناث ډاکټره وجود نلري، چې د ښځو د ناروغيو درملنه وکړي.

د يادونې وړ ده چې د هيواد د ټولو ولسواليو څخه يوازي ۹۰ ولسوالۍ يې د ولسوالۍ په سطحه روغتيايي مرکزونه او شفاخانې لري او پاتي نوري ټولي ولسوالۍ يې د مبايل ټيمونو او لنډمهاله مرکزونو څخه روغتيايي خدمات وړاندي کوي.

| ننګرهار پوهنتون کې د اقليمي بدلون په هکله نړيوال کنفرانس جوړېږي