پښتونخوا

جان اڅکزی: د ټاکنو په ورځ به د بلوچستان په ناامنه سيمو کې انټرنټ بند وي

جان اڅکزی

د پاکستان د بلوچستان ايالت د سرپرست حکومت د اطلاعاتو ايالتي وزیر جان اڅکزي ویلي، د ټاکنو په ورځ به د بلوچستان ايالت په حساسو سيمو کې انټرنټ په لنډمهالي توګه بند وي.

جان اڅکزی دغه خبره په داسې وخت کې کوي چې په پاکستان کې د فبرورۍ مياشتې پر ۸مه نېټه یاني دوه ورځې وروسته عمومي ټاکنې اعلان شوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په بلوچستان او خيبر پښتونخوا کې وسله وال بريدونه زيات شوي دي.

اڅکزي پر خپل ايکس يا پخواني ټویټر کې ليکلي « د عامو وګړو خونديتوب اړين دی او دا اندېښنه موجوده ده چې ترهګر ټولنيزې پاڼې لکه فېسبوک، ايکس (ټويټر)، وټساپ او نور د اړيکو لپاره کارولی شي»

جان اڅکزی همدارنګه وايي چې د ګواښونو د کمولو لپاره به په تربت، مچ او چمن ښارونو کې انټرنټ محدود شي.

د پاکستان حکومت لا له وړاندې د ټاکنو لپاره د ناامنيو احتمالي پېښو ته اندېښمن دی، خو نن تازه د خيبر پښتونخوا په ډيره اسماعيل خان ولسوالۍ کې د يوه بريد په پايله کې شلو پاکستاني پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې لس پکې وژل شوي او شاوخوا لس پکې ټپيان شوي دي، ويل کېږي چې دغه برید به د ټاکنو لپاره پر امنيتي تدابيرو نور هم اغېز وکړي.

| د پاکستان په بلوچستان کې د يوې چاودنې پايله کې ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې