بهرني راپورونه

د ترکيې پوليسو تازه ۵۸ افغان پناه غوښتونکي په يوه لارۍ کې نيولي

افغان پناه غوښتونکي

په ترکيه کې د افغان پناه غوښتونکو د نيولو په دوام سره يو ځل بيا ۵۸ افغان پناه غوښتونکي په ترکيه کې د دې هېواد د پوليسو لخوا نيول شوي دي.

د ترکیې د بیتلیس په ښار کې ځایي چارواکو د يونۍ/یکشنبې په ورځ د سلواغې په ۱۵ مه رسنیو وویل چې دغه افغان پناه غوښتونکي د دغه ښار د پولیسو مرکزي دفتر ته څېرمه د پلټنې په یوې پوستې په یوه لارۍ موټر کې نیولي دي.

د بيتليس د پوليسو د مالوماتو پر بنسټ دغه پناه غوښتونکې د جمعې په ورځ د سلواغې پر ۱۳مه نېټه نيول شوي دي، چې د دوی له منځه پر دوو کسانو د انساني قاچاق تور هم دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په ترکيه کې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د نيولو خبرونه ورکړل شوي وو او ترکيې چارواکو ويلي وو چې د افغان پناه غوښتونکو د نيولو بهير به په ټوله ترکيه کې چټکوي.

ويل کېږي چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ راهيسي د افغانانو د کډوالۍ شمېر زيات شوی چې زيات شمېر يې د ګاونډيو هېوادونو په شمول ترکيې هېواد ته په قاچاقي لارو ځي.

د چارو شنونکي وايي چې په افغانستان کې بې وزلي او بې کاري هغه دوه لوی لاملونه دي چې افغانان يې د هېواد څخه تېښتي ته مجبور کړي دي.

خو يو شمېر افغانان د خپلو کورنيو سره ګاونډيو هېوادونو ته ځکه کډوال شوي چې په افغانستان کې د نجونو پر تعليم بنديز لګېدلی او هغوی غواړي چې په ګاونډيو هېوادونو کې يې لوڼې زده کړې وکړي.

خو د مالوماتو پر بنسټ په پاکستان او ايران کې هم د افغان کډوالو د نيولو بهير چټک روان دی او پرته له کومو اسنادو افغان کډوال نه پرېږدي او نه هم ورته د تعليم شموليت حق ورکوي.

د ځلا نيوز د مالوماتو پر بنسټ په دې وروستیو کې په پاکستان کې هغه افغان کډوال چې د کډوالۍ اسناد يې تر وخت تېر شوي دي نه په کرايه کور نيولی شي او نه هم خپل ماشومان په ښوونځيو کې شاملولی شي.

| د ترکيې پوليسو په يوه ټيلر کې ۶۳ افغان کډوال چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي نيولی