بهرني راپورونه

پاکستان ټاکنو کې ښځو ته د نوماندۍ پنځه فيصدي حق نه دی ورکول شوی

پاکستان ټاکنو

په پاکستان کې د ښځو د حقونو نادولتي سازمان ( د ښځو بنسټ ) ویلي د فبرورۍ پر ۸مه په عامو ټاکنو کې سیاسي ګوندونو د انتخاباتو لپاره د جوړ شوي قانون مطابق ښځو ته د ملي او صوبایي جرګو په څوکیو ۵٪ سلنه ټکټونه نه دي ورکړي.

د سياسي چارو شنوونکي وايي د ۲۰۲۴ کال د پاکستان ټاکنو په پايلو کې بايد راتلونکي واکمن ګوندونه د مېرمنو د پرمختګ لپاره د پارلمان ښځينه غړو ته په قانون او پاليسۍ جوړونې برخه کې بشپړه ځای ورکړي چې هغوي د هېواد د نورو ښځو لپاره کار وکړي.

د پاکستان ټریبیون ورځپاڼې ويلې، د ښځو د حقونو سازمان ( د ښځو بنسټ ) د ټاکنو کمېسيون مشر ته په يوه لېږل شوي ليک کې ویلي چې د پاکستان سیاسي ګوندونو د ۲۰۲۴م کال ټاکنو کې د ټاکنيز قانون د ۲۰۱۷م د ۲۰۶مې فقرې څخه سرغړونه کړې.

د ښځو بنسټ ویلي د دغه قانون له مخې هر سیاسي ګوند مکلف دی چې هره ايالتي او ملي جرګه کې ښځو ته لږ تر لږه په پنځه فیصدۍ عمومي څوکیو ته
د نومانېدو لپاره ټکټونه ورکړي خو وایي راتلونکو ټاکنو کې زیاتره ګوندونو دا قانون مات کړی دی.

پښتنه سياستواله او د ملي جمهوري غورځنګ د خيبر پښتونخوا مشره بشرا ګوهر وايي، دا ډېره ښه خبره ده چې ښځې دومره ډاډه شوې چې د پاکستان ټاکنو او سياست کې د دوی برخه ځانګړې کېږي، ځکه چې په پاکستان کې پخوا سياست کول د سړو کار ګڼل کېده.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وروسته به يانې د روانې زېږديزې مياشت د فبروري پر ۸مه د پاکستان ټولټاکنې تر سره کېږي، چې په پاکستان کې تر ټولو د مخکښ ګوند پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان په زندان کې دی.

د عمران خان پلويان وايي چې د سيال ګوند په لمسون عمران خان سره ظلم روان دی، او نور ګوندونه ځکه چوپ دي چې هغوی ته ميدان ور خلاص دی، او د ټولو سياسي ګوندونو وېره دا ده چې عمران خان د دوی پر ووټ بانک باندې منفي اثر اچولی شي.

| پر عمران خان او مېرمن بشرا بی‌بی‌ د غیري شرعي نکاح په تور د ۷ کاله بند پرېکړه