بهرني راپورونه

پر عمران خان او مېرمن بشرا بی‌بی‌ د غیري شرعي نکاح په تور د ۷ کاله بند پرېکړه

بشرا بی‌بی‌

د پاکستان يوې محکمې د دې هېواد پخوانی لومړی وزير عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بی‌بی‌ د غير اسلامي واده په تور په اووه کالو بند محکوم کړل.

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې چې پرون د سلواغې پر ۱۴مه د خالي/شنبې په ورځ خپور شوی، عمران خان او  بشرا بی‌بی‌ ته د يوې محکمې د پرېکړې پر اساس د اوو کالو بند سزا ورکول شوه.

دغې محکمې د دوی دواړو واده چې په ۲۰۱۸ کال کې يې کړې وو، د قانون او اسلام خلاف يې بللی او پر هر يوه يې د بند سزا تر څنګ د پنځو لکو پاکستانيو کالدارو جريمې ورکولو پرېکړه هم کړې ده.

په همدې حال د عمران خان د مېرمنې بشرا بی‌بی پخوانی مېړه خاور مونیکا محکمې ته شکايت کړی او ويلي يې دي چې د دوی دواړو نکاح شرعي نه ده، ځکه چې بشرا بی‌بی د طلاق د عدې د پوره کېدو مخکې د عمران خان سره واده کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم عمران خان او بشرا بی‌بی د پاکستان سره د خيانت په تور په ۱۴ کالو بند محکوم شوي وو، او تر هغه وړاندې پر عمران خان او پاکستان د بهرنيو چارو پخواني وزير شاه محمود قريشي چې د عمران خان د ګوند غړی دی ۱۰ – ۱۰ کاله د بند سزا اورېدل شوې وه.

| عمران خان او د هغه مېرمن بشرا خان تازه په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول

پر عمران خان بنديزونه په داسې مهال کې لګول کېږي چې د پاکستان عمومي ټاکنې د فبروري مياشتې په ۸مه نېټه یاني څلور ورځې وروسته تر سره کېږي، د عمران خان پلويان او د پاکستان تحريک انصاف ګوند غړي وايي چې پر عمران خان ځکه بنديزونه لګول کېږي چې د پاکستان حکومت او سياسيون د هغه د بيا واک ته رسېدو ويره لري.

د ياد ګوند غړي وايي چې عمران خان به په زندان کې وي خو حکومت به يې پلويان ورته وګټي او بيا به د هر ظلم د حساب وشي.

| عمران خان او شاه محمود قريشي د غدارۍ په تور په لسو کالو بند محکوم شول