راپورونه کورني راپورونه

بلخ کې ناپېژاندو کسانو دوه ښځې او دوه نارينه وژلي

وژلي

د بلخ څخه سيمه ييزې سرچينې وايي چې د دې ولايت په مرکز مزارشريف کې ناپېژاندو وګړو د دوو ښځو په شمول څلور کسان وژلي دي.

سرچينو نن د خالي/شنبې ورځ د سلواغې پر ۱۴مه رسنيو ته ويلي چې دغه څلور کسان د تېري اوونۍ په پنځنۍ/پنجشنبه د مزارشريف ښار د اوومې امنيتي حوزې په اړونده ساحه کې نا پېژاندو کسانو  وژلي دي.

ناپېژاندو وګړو دغه څلور کسان لومړی په چاړه زخمي کړي او بيا يې په رومال خفه کړي دي.

په بلخ کې يوې روغتيايي سرچينې هم منلې چې د دوو ښځو په ګډون د څلورو تنو جسدونه عدلي طب ته لېږل شوي وو او تر ارزونې وروسته اړوندو کورنيو ته سپارل شوي دي.

په بلخ ولايت کې د طالبانو مقاماتو تر اوسه د دې پېښي په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

همدارنګه تر اوسه پورې څرګنده شوې نه ده چې چا او ولي دغه کسان په قتل رسولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د جنايي پېښو، مرموزو وژنو، د وسله والو غلاوو، د انسان تښتوونې او نورې پېښې زياتې شوي دي.

تر دې وړاندې په يوه بله تازه پېښه کې د بادغيس په قادس ولسوالۍ کې د سلواغې پر ۱۲مه نېټه د پنځنۍ ورځ د شپې ۱۲:۰۰ بجې يو کس د ناپېژاندو وسله والو لخوا په مرمۍ وژل شوی وو.

| پروان کې ناپېژانه وسله والو دوه وروڼه وژلي