بهرني راپورونه

امريکا په عراق او سوريه کې د ايران پلوه ملېشو پر لسګونو هدفونو بمباري وکړه

ملېشو

راپورونه وايې د امريکا متحده ايالاتو په عراق او سوریه کې د ايران پلوه ملېشو پر اهدافو د بريدونو پلان تېره ورځ تصويب کړ.

د امريکا ولسمشر جوبايډن نن شنبه سهار په يوه اعلاميه کې ويلې چې ځواکونو يې دده په امر په عراق او سوريه کې د سپاه پاسداران او اړونده ملېشو هغه اهداف په نښه کړل چې پر امريکايي ځواکونو د بريدونو لپاره کارول کېده.

امريکا په منځني ختيځ کې د خپلو دريو عسکرو د وژلو او ۴۰ نور د ټپي کېدو په غبرګون کې دغه بريدونه کړې، خو وړاندي يي ويلې و چې د هوا په سمېدو سره به بريدونه پيل کړي.

بايډن نن سهار پر خپله ايکس پاڼه ليکلې دوی په منځني ختيځ او بل هر ځای کې د جګړې غوښتونکي نه دي خو څوک چې پر امريکايي ځواکونو بريدونه کوي او ګټې يې په خطر کې اچوي دوی به همداسي ځواب ورکوي.

د امريکا د دفاع وزير لويډ اسټن تېره ورځ ويلي موږ نه غواړو چې په سيمه کې له ايران سره تاوتريخوالی زيات کړو، خو د امريکا د ګټو او پوځيانو څخه دفاع یې سره کرښه ده.

د تيري يکشنبې په ورځ په اردن کې د سوريې سرحد ته څېرمه يوې بې پيلوټه الوتکې د امريکا په يوه پوځي اډه کې پر يو شمېر پوځيانو بريد وکړ چې ۴۴ کسانو ته پکې مرکژوله واوښته.

د امريکا ولسمشر جوبايډن دا کار د ايران پلوه ملېشو کړنه وبلله او د غاښ ماتوونکې ځواب ګواښ يې وکړ.

بايډن وويل چې موږ به د خپلو پوځيانو سر ښندنې هيري نکړو او عاملينو ته به يې سخت ځواب ورکړو.

د امريکا د پوځ مرکزي قومنداني ويلې په دغو بريدونو کې يې تر ۸۵ ډېر اهداف په نښه کړي، چې تر دا مهاله یې د مرکژوبلې په هکله کره معلومات ندي په ډاګه شوي.

د پوځ اعلاميه زياتوي چې په دغو بريدونو کې تر ۱۲۵ ډېري وسلې او مهمات کارول شوي او ټول هغه اهداف چې د سوق ادارې استخباراتو، د وسلو، توغنديو او بې پيلوټه الوتکو ډیپوګان موجود و په نښه شوي دي.

بل پلو ايران بيا ويلې چې د یکشنبې ورځې په بريد کې دوی هيڅ لاس نلرې او دا يې د ځان په وړاندي د امریکا توطيه بللې وه.

د ايراني رسنيو له قوله که څه هم په دې بريد کې ايران لاس نلرې خو د متحده ايالاتو هر بريد ته به سخت ځواب ورکړي.

د امريکا استخباراتي ادارې «سي ای اې» ويلي چې‌ په دغه بريد کې کارېدونکې بې پيلوټه الوتکه د ايران له لورې جوړه شوې ده.

د امريکا د ملي امنيت شورا وياند جان کربي د بريدونو وروسته خبريالانو ته ويلې چې دا بريدونه تقريبأ د ۳۰ دقيقو په شاوخوا کې وشول او امريکايي بم غورځونکې الوتکې بي-۱ د امريکا څخه د اهدافو لپاره پروازونه وکړل.

امريکا ددغه بريد پړه په عراق کې د اسلامي مقاومت، او حزب الله پر ډلو اچولې وه او د پر وخت او سم ځواب ورکولو خبره يې کړې وه.

بلخوا د عراق حکومت بيا ددوي پر خاوره د امريکا له لورې بريدونه تيری وباله او دا يې د ځمکنۍ بشپړتيا نقص ياد کړ.

جان کربي ويلې چې متحده ايالاتو د بريدونو پيل کړی او دا لړۍ به نوره هم دوامداره شې او تر هغو به لاس ترې وانه خلې چې په عراق او سوريه کې دا ګواښ ختم نه شې.

هېره دې نه وي چې په سوريه او عراق کې د ايران د سپا پاسداران ځواکونو پر مرکزونو د اسرايلو او امريکا بريدونه زيات شوي، او ايران غواړي نور له دې هيوادونو خپل پوځي مشاورين او استخبارتي کسان وباسي تر څو د امريکا په راتلونکو بريدونو کې ورته زيان وانه وړي.

| ايران: سوريه کې د سپاه پاسداران پر غړو بريد بې ځوابه نه پرېږدو