بهرني راپورونه

ممتاز زهرا بلوڅ : طالبانو بايد ژر تر ژره د ترهګرو رهبران پاکستان ته وسپاري

په پاکستان کې د سله والو بريدونو د زياتېدو سره سم د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ تازه په يوه وينا کې د طالبانو څخه غوښتي چې د ترهګرو ډلو رهبران دې پاکستان ته وسپاري.

ممتاز زهرا بلوڅ دا خبرې پرون د پنځنۍ/پنجشنبې په ورځ د سلواغې پر ۱۲مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وکړې او طالبانو ته په خطاب يې وويل چې پاکستاني مقامات او د دې هېواد ټول وګړي د پاکستان امنيتي وضعيت ته اندېښمن دي.

په همدې حال د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ويلي چې د افغانستان طالبان بايد ژر تر ژره د ترهګرو پر خلاف اغېزمن ګامونه واخلي تر څو په پاکستان کې ترهګريز بريدونه کم شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو مياشتو کې په پاکستان کې په وسله والو بريدونو کې د پام وړ زياتوالی راغلی، چې د پاکستان چارواکې يې په اندېښنه کې اچولي دي.

ويل کېږي چې په پاکستان کې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي ټي) لخوا څخه بريدونه تر سره کېږي، او د پاکستان حکومت ادعا لري چې دغه ډله د افغانستان په خاوره کې روزل کېږي، خو د طالبانو مسؤلين د پاکستان دغه ادعا ردوي.

| زهرا بلوڅ: پاکستان د انرژۍ د وصل د نقطې او د يو باثباته افغانستان ليدل غواړي