بهرني راپورونه

عمران خان او شاه محمود قريشي د غدارۍ په تور په لسو کالو بند محکوم شول

عمران خان

د پاکستان پخواني لومړي وزير عمران خان او د دې هېواد پخواني د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي يوې ځانګړي محکمې لس کاله بند محکوم کړي دي.

د پاکستان جيونيوز رسنۍ پرون درېنۍ/سه‌شنبه د سلواغې پر ۱۰مه نېټه خبر ورکړ چې عمران خان او شاه محمود قريشي د دولتي اسرارو د ښکاره کولو په تور دواړه په لسو – لسو کالو بند محکوم شول‌.

په همدې حال د دې حکم د خپرېدو وروسته عمران‌خان خپلو پلويانو ته په ټينګار سره ويلي چې نا اميده کېږئ مه او په ټاکنو کې په لويه حوصله برخه واخلئ.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم عمران خان او شاه محمود قريشي د دولتي رازونو د افشا په جرم تورن شوي وو، خو وروسته د پاکستان سترې محکمې په دې دوسيه کې د دوی ضمانتونه منلي وو.

د دې محکمې لخوا دا حکم په داسې مهال کې جاري کېږي چي د پاکستان ټاکنو ته يوه اوونۍ وخت پاته دی او دغه حکم د عمران خان پلويان ډېر خواشيني کړي دي.

پرون د درېنۍ په ورځ د بلوچستان په سبۍ/سيوۍ سيمه کې د عمران خان د ګوند پر ټاکنيز کمپاين يوه چاودنه هم شوې چې نهو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده، د تحريک انصاف ګوند غړي ادعا کوي چې د پاکستان حکومت د عمران‌خان پلویان د ټاکنو څخه محدودول غواړي.

| د پاکستان په بلوچستان کې د يوې چاودنې پايله کې ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې