راپورونه کورني راپورونه

د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې تازه يې مزارشريف کې شپږو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

د ازادۍ جبهې

 د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د يوې چاودنې څخه څو ساعتونو وروسته د ازادۍ جبهې په نوم ډلې ادعا کړې چې دا بريد دوی کړی او په بريد کې يې د طالبانو يوه پوسته په نښه کړې ده.

د ازادۍ جبهې په خپله يوه خبر پاڼه کې ويلي چې دا بريد یې د سلواغې ۱۱مه نېټه د درېنۍ/سه‌شنبه د شپې لخوا د مزار شريف شار په خالد بن ولید مېنه کې د طالبانو پر يوه پوسته کړی دی.

د دې ډلې د مالوماتو پر بنسټ په دې بريد کې څلور طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي چې د ټپيانو حالت يې نازک ښودلی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د مزار شريف ښار ځينو اوسېدونکو په دې ښار کې د يوې چاودنې غږ هم اورېدلی دی او په دې هدف کې د طالبانو يوه پوسته په نښه شوې ده.

د طالبانو مخالفې ډلې ادعا کوي چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ راهيسي يې پر طالبانو بريدونه زيات کړې دي او د يادو بريدونو په پایلو کې يې د طالبانو زيات شمېر عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده، د دوی په وينا چې له دې کبله يې طالبانو ته لوی سرخوږی جوړ کړی دی، خو د طالبانو ويندويان د دغو ډلو ادعاوې وخت پر وخت ردوي او د دوی فزيکي شتون ردوي.

| د ازادۍ جبهې په مزارشریف کې د يوې چاودنې پړه منلې