بهرني راپورونه

په اردن کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې درې امريکايي سرتيري وژل شوي

اردن

سپينه ماڼۍ وايي د سوريې سره د اردن په سرحدي سيمه کې يوې بې پيلوټه الوتکې ددوی يو شمېر سرتيري په نښه کړل چې پکې درې سرتیري وژل شوي او شل نور ټپيان دي.

د امريکا ولسمشر جوبايډن تېر ماښام په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د اردن دا بريد د عراق او سوريې په خاوره کې د ميشتو ايران پلوه ملېشو کار ؤ.

بايډن د امريکايي سرتيرو سرښندنه وستايله او زياته يې کړه چې امريکا به يې هېڅکله سرښندنه او مېړانه هېره نکړې.

ولسمشر بايډن زياته کړه چې امريکا او متحدين به د ترهکرۍ سره مبارزه جاري او روانه وساتي.

د امريکا ولسمشر ګواښ کړی چې ددې پیښې ټولو مسوولانو ته به پر وخت او په خپله طريقه ځواب ورکړو، او هيڅوک به بې ځوابه پاتي نشې.

راپورونه وايې چې د حماس او اسرایلو تر منځ د جګړې راوروسته دا د امريکايي ځواکونو لومړۍ مرکژوبله ده، چې په منځني ختيځ کې رامنځته کېږي.

په منځني ختيځ کې د سعودي عربستان، قطر او عراق تر څنګ په اردن کې هم د امريکا متحده ايالاتو درې زره سرتيري ميشت دې چې ددوی په خبره د ترهګرۍ سره په مبارزه بوخت دې.

سپيني ماڼۍ ويلې چې ددې پیښې او اوسني وضعيت اړوند د امريکا د دفاع وزير لويډ اسټن او د امريکا د ملي امنيت سلاکار جيک ساليوان ولسمشر بايډن ته معلومات وړاندي کړې دي.

د اردن د رسنيو له قوله دغه بريد د اردن پر خاوره خو د سوريې د پولي بلې غاړي ته شوی دی.

امريکا د حماس او اسرایلو تر منځ په جګړه کې د اسرايلو څخه ملاتړ څرګند کړي و، همدا علت دې چې د حماس ملاتړي ډلې په منځني ختيځ کې امريکايې سرتيري په نښه کوي.

د يادونې وړ ده چې د تېرو دوو مياشتو راهيسي په سور سمندرګي او منځني ختيځ کې د ايران د ملاتړه برخمنې ډلې حماس او حزب الله د امريکا پر اهدافو بريدونه کوي، خو د راپورونو له مخې دا بريد لمړنۍ بريد دی چې مرکژوبله لري.

| امريکا سرې بحيره کې د حوثيانو د بريدونو بندولو لپاره له چين څخه مرسته غوښتې