روغتیا نړیوال

روغتيا نړيوال سازمان: په هرو لسو ثانيو کې يو کس د شرابو څيښلو له امله مړ کېږي

شرابو

د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې د شرابو/الکولو استعمال د انسان په بدن کې له ۲۰۰ څخه د زیاتو ناروغیو لامل ګرځي او هر کال په نړۍ کې لږ تر لږه درې میلیونه انسانان وژني.

د روغتيا نړيوال سازمان د خالي/شنبې په ورځ د سلواغې په ۷مه نېټه خبر ورکړی دی چې په نړۍ کې ۵.۳٪ سلنه مرګونه د شرابو د څيښلو له امله دي.

د روغتيا نړيوال سازمان په دې راپور کې راغلي چې د شرابو د څيښلو له امله په هرو ۱۰ ثانيو کې يو تن ژوند له لاسه ورکوي، او په دې کې ۱۳.۵٪ سلنه د ۲۰ کلنۍ څخه تر ۳۹ کلنۍ پورې عمر لرونکې کسان مړه کېږي.

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، د شرابو/الکولو د څيښلو له امله رامنځته شوو ناروغیو کې د زړه ناروغۍ، د ځيګر ناروغۍ، رواني ګډوډي، نه رغېدونکې ټپونه، سرطان او نورې شاملي دي.

همدارنګه د روغتیا نړیوال سازمان زیاتوي، د شرابو څښاک او ساري ناروغۍ لکه نری رنځ او ایډز تر منځ یو لامل تړاو لري او د امیندواره ښځې له خوا د الکولو څښل له وخت مخکې زیږون د ګډوډيو لامل کېږي.

په عین حال کې، ویل کیږي چې د الکولو پورې اړوند مړینه کې هم جنسیتي توپیر شتون لري، ځکه چې د الکولو اړوند مړینې ۷.۷٪ سلنه په نارينه وو کې او ۲.۶٪ سلنه په ښځينه وو کې ثبت شوي دي.
د روغتيا نړيوال سازمان په داسې مهال د شرابو د څيښلو پر زيانونو رڼا اچوي چې څو ورځې وړاندې د عیسوي دین د کاتوليک مذهب يوه پاپ (فرانسيس) ويلي وو چې شراب د خدای لخوا يو نعمت دی او څيښل يې ثواب لري، همدارنګه د سعوي عربستان څخه هم يو راپور دا وو چې په سعودي عربستان کې د لوړ قيمته او اعلا کيفيت شرابو پلورنځي جوړېږي.

| عربستان کې د نيمه‌لوڅو ښځو د کنسرټونو ترڅنګ د شرابو پلورنځي پرانيستل کېږي