Uncategorized @ps-af

امريکا سرې بحيره کې د حوثيانو د بريدونو بندولو لپاره له چين څخه مرسته غوښتې

سرې بحيره

 د فرانسپرس خبري اژانس د خبر له مخې امريکايې چاروکو تېره ورځ د چين د بهرنيو چارو وزير سره په کتنه کې د چين د حکومت څخه غوښتنه کړې چې پر ايران فشار راوړي تر څو په سور سمندرګي کې د حوثيانو د بريدونو په بندولو کې مرسته وکړي.

فرانسپرس خبري اژانس د سپيني ماڼۍ د يو چارواکي له قوله چې نوم يې ندي په ډاګه شوی ويلې دي، چې د سپيني ماڼۍ دغه چارواکي ويلې چې د امريکا د ملي امنيت سلاکار جک ساليوان د سرې بحيره په اړه دغه خبرې د چين د بهرنیو چارو وزير وانګ يي سره په پرونۍ ليدنه کې کړې دي.

راپورونه وايې چې ساليوان په ټايلنډ کې له وانګ يي سره د ليدنې پر مهال له هغه څخه غوښتې چې پر ايران د خپل نفوذ څخه په استفادې فشار راوړي، تر څو حوثيان د بريدونو بندولو ته وهڅوي.

بل لور ته تېره ورځ چيني چارواکو د ايراني چارواکو سره په خبرو کې ويلې که په سرې بحيره او عدن خليج کې د چين پر بيړيو بريدونه وشې دوی به د ايران څخه مايوسه شې.

امريکايې چارواکو ويلې چې امريکا په سرې بحيرې کې د حوثيانو د بريدونو کمول غواړي او نه غواړې چې په سيمه کې نوې جګړه رامنځته شې.

امريکا ايران پلوه حوثيان د ترهګرو په تور ليست شامل کړي او د متحدانو په مرسته يې ورباندې په ځلونو د توغندیو بريدونه کړي.

حوثيان چې د ايران مستقيم ملاتړ له ځان سره لري د کابو دوو مياشتو راهيسي په سرې بحيرې کې د امريکا او متحدانو کښتۍ په نښه کوي او آن ځيني باروړونکې کښتۍ يې برمته کړې او له ځان سره وړې دي.

پر يمن واکمنو حوثيانو ويلې چې ددوی بريدونه د غزې د خلکو او حماس سره خواخوږي ده او تر هغو به دوام وکړې تر څو د غزې څخه اسرايل په شاه نشې.

د يادونې وړ ده چې حوثيان د حزب الله او حماس ډلې سرسخته ملاتړې ډله بلل کېږي او همېشه يې د دې ډلو په ملاتړ په سور سمندرګي کې د اسرايلو او امریکا اړوند بيړيو ته ستونزې جوړې کړې دي.

| امريکا او بريټانيا په يمن کې يو ځل بيا د حوثيانو هدفونه بمبار کړي