راپورونه کورني راپورونه

فصيح الدين فطرت د پاکستان پوځ د مشر خبرې د سپکاوي ډکې وبللې

فصيح الدين فطرت

د افغانستان د طالبانو د پوځ لوی درستيز قاري فصيح الدين فطرت دوه ورځې وړاندي د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منير خبرو ته غبرګون وښود، او دا څرګندونې يې د سپکاوي ډکې او د پاکستاني چاروکو بې غوري وبلله.

د افغانستان د دفاع وزارت پر خپله ايکس پاڼه د پوځ د لوی درستيز قاري فصيح الدين فطرت له قوله ليکلې چې د پاکستان پوځ او چارواکې په د امینت په تامين کې پاته راغلې او پړه يې د طالبانو پر اوږو ور اچوي.

د پاکستان د پوځ لوی درستيز عاصم منير د تېرې چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پوهنتونونو په یوه غونډه کې ويلې چې افغانستان يې د پخوا څخه دښمن دی او د يوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان ورته بهتر دی.

عاصم منير په دغه غونډه کې ويلې و چې د پاکستان د خپلواکۍ پر وخت لمړی هيواد افغانستان و چې په ملګرو ملتونو کې يې د پاکستان غړيتوب ته منفي رايه وکاروله.

د عاصم منير دغو څرګندونو په هيواد دننه او بهر د افغانانو غبرګونونه را وپارول او د پاکستان د لوی درستيز خبري يې د تعصبه ډکې او پارونکې بللې.

پر ټولنيزي رسنۍ ايکس د ستانکزي په نوم یو افغان ليکلې پاکستان د افغانستان پر خاوره د انګريز يو جوړ وايرس دی، چې همېشه يې زموږ د پرمختګونو مخه نيولې.

ښاغلي ستانکزي ويلې په منځني ختیځ کې اسرايل او په منځنۍ آسيا کې پاکستان د انګريز او امريکا پاتي شونې دي، او همېشه د اسلامي نړۍ په وړاندې ترې استفاده شوې ده.

د عصمت قانع په نوم يو بل بهر ميشتي افغان هم ليکلې عاصم منير ته که د پاکستاني ژوند ارزښت درلود نو عافيه صديقي به يې امريکا ته نه تسليموله.

ښاغلې قانع ويلې د پاکستان چارواکي او د پوځ مشران د خپل ماموريت تر پايه خپلو خلګو ته د وپاداری او وطن دوستی چيغي وهي خو چې ماموريت یې ختم شې بيا دوبی، آسټراليا او لندن کې جزيرې پلوري او وطن يادوي هم نه.

هېره دې نه وې چې تر دې وړاندې هم ځيني پاکستاني ايالتي او ملي چارواکو د افغانستان اړوند د تعصبه ډکې څرګندونې کړې، خو د افغانانو له لورې له سخت غبرګونونو سره مخ شوي.

| د چمن پرلت ۹۸ مه ورځ او د پاکستاني چارواکو بې غوري